فرانسې د دوهم ځل لپاره د فوټبال نړیوال جام اتل شو

  • خپرول: ۲۵ سرطان ۱۳۹۷
  • نوملړ: ورزش
  • د خبر شميره: 70056

فرانسې نن په مسکو ښار کې د فوټبال د نړیوال جام په پایلوبه کې کروشیا ته د دوو پر وړاندې په څلورو ګولونو ماتې ورکړه او له دې سره یې د ۲۰۱۸ کال د فوټبال نړیوال جام وګټلو.
د فرانسې لپاره پوګبا، اېمباپې، او ګریزمن ګولونه وکړل. د فرانسې څلور ګول د کروشیا د لوبغاړی لخوا پر خپل ځان وشو.
د کروشیا لومړی ګول پېرېسېچ وکړ.
ورپسې د فرانسې د ګول کیپر هیوګو لوریس د یوې تېروتې له کبله کروشیا دویم ګول هم وکړ.
خو تر هغې وروسته فرانسې په لوبه کې پښه ټینګه کړه او په دې توګه یې د نړۍ د فوټبال اتلولی خپله کړه.
دا دویم ځل دی چې فرانسه د فوټبال نړیوال جام ګټی.
تر دې وړاندې یاد هېواد په ۱۹۹۸ کال کې هم په داسې حال کې د نړیوال جام سیالۍ ګټلې وې چې پخپله یې کوربه هم و.
تر نننۍ لوبې وړاندې د فوټبال د ډېریو شنونکو اټکل هم دا و چې فرانسه به دا لوبه وګټی.
هېره دې نه وی چې فرانسې تر پایلوبې را رسېدو په ترڅ کې د ارجنټاین او بلجیم په څېر پیاوړې لوبډلې ماتې کړې وې.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=70056

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *