فایننشال ټایمز: طالب استازو له چینی چارواکو سره لیدنه کړې

  • خپرول: ۱۸ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 75828

امریکایی ورځپاڼې فایننشنل ټایمز لیکلی د افغان سولې د هڅو په لړ کې چینی مشرانو هم د طالبانو له سیاسی استازو سره لیدلی دی.
د سرچینې په وینا چین د افغان سولې په هڅو کې د مرستې سینه ډبولې ده او په باور یې دا د سولې په هڅو کې یو ښه پرمختګ دی.
طالبانو په دې تړاو رسماً څه نه دی ویلی، خو د سولې شورا غړو د ناخبرۍ تر څنګ ویلی، چې که چینی مشرانو دا کار کړی وی، نو نېک ګام دی، د دوی په خبره د سولې په برخه کې د هر چا مرستې ته په نېک نظر ګوری.
د دې شورا ویاند احسان طاهری ویلی، چین د افغانستان یو پیاوړی ګاونډی دی او د سولې په هڅو کې راګډېدل به یې ښې اغېزې ولری.
چین تر دې وړاندې هم د څلور اړخیزو ناستو ګډونوال و، خو له طالب مشرانو سره یې دا لیدنه وروسته له هغه کېږی چې امریکا هم له طالبانو سره مخامخ خبرې پیل کړې دی.
د شنونکو په باور له امریکا سره د مخامخ خبرو تر څنګ طالبان قوی ډیپلوماسی ته اړتیا لری، چې د سیمې هېوادونو ته هم قناعت ورکړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=75828

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *