فاریاب ولایت کې د پوځ کماندو ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې د طالبانو ۱۰ غړی وژل شوی

  • خپرول: ۵ جوزا ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 60301

د فاریاب ولایت په دولت آباد او شیرین تګاب ولسوالیو کې د پوځ ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې، ۱۰ تنه طالبان ووژل شول.
طالبانو په وروستیو ورځو کې د فاریاب ولایت شیرین تګاب او خواجه سبرپوش ولسوالیو د نیولو په موخه پراخ بریدونه په لار اچولی دی.
د شاهین دوه سوه نهم قول اردو مسولین وایی چې د فاریاب ولایت په دولت آباد او شیرین تګاب ولسوالیو کې د کماندو ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې په قیصار ولسوالۍ کې د طالبانو د یوتن پوځی قوماندان په ګډون، ددوی لس تنه جنیګالی وژل شوی دی.
طالبانو په تېرو ورځو کې د میمنه – مزاشریف په لویه لاره د پوځ پر یوې اډې باندې په برید سره څو تنه دولتی ځواکونه یې وژلې او د پوځ ګڼ شمېر مهمات له ځان سره وړی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=60301

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *