فاریاب ولایت ته د ولسمشر غنی سفر

  • خپرول: ۲۲ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 112072

ولایتونو ته د سفرونو په لړ کې د ګډ حکومت مشر دا ځل فاریاب ولایت ته تللی دی.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوی ویلی دی چې اشرف غنی د یو لوړ پوړی دولتی پلاوی په مشرۍ د فاریاب ولایت مرکز میمنې ښار ته سفر کړی دی.
مرتضوی ویلی دی چې نوموړی به هلته د ولایتی حکومتولۍ او په دې ولایت کې د امنیت ارزونه وکړی.
د ولسمشر د ویاند مرستیال زیاته کړه چې د ګډ حکومت له رامنځته کېدو تر اوسه پورې ولایتونو د سفرونو په لړ کې د نوموړی دا ۷۰ سفر دی او همدا راز په دې موده کې یې ۷۴ سفرونه له هیواده بهر کړی دی.
ولسمشر غنی په داسې حال کې فاریاب ولایت ته سفر کوی چې د فاریاب ولایتی شورا ددې ولایت له امنیتی وضعیت څخه شکایت کړی و او د ځینو ولسوالیو د سقوط کېدو اندېښنې یې ښودلې وې.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=112072

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *