فاریاب: جمعه بازارکې مهمه پوسته فتح ۱۶ کمانډویان اوعسکر قتل ګڼ مهمات ولجه شول
- خپرول: ۱۱ میزان ۱۳۹۷
- نوملړ: امارت اسلامی
- د خبر شميره: 87660

د الخندق عملیاتوپه لړ کې بیګاه شپه ۱۱ بجې داسلامی امارت قهرمانو مجاهدینو د فاریاب ولایت د جمعه بازار ولسوالۍمرکز ته څیرمه دانتن په نامه مهمه پوسته باندی پراخ وسلوال برید ترسره کړ
برید چې پکې سپکې ، درنې اولیزری وسلې وکارول شوی دشپې تر ۳ بجو پوری یې په شدت سره دوام وکړ
دبرید په پایله کې پوسته په ټولیزه توګه فتح اوپکې میشت ۱۶ تنه مزدور کمانډویی او د اجیری اردو عسکر ځای پرځای قتل پاتی یې په تېښته ولاړل
په پوسته کې له دښمن څخه ۲ پیکاماشیندارونه ، ۴ میله M4 ټوپکونه ، ۵ کلاشینکوفونه ، یوهاوان ، یو m16 ټوپک اوګڼ نورمهمات دمجاهدینو لاس ته ورغلی دی
په پېښه کې یوتن مجاهد زخمی شوی نور لله الحمد هیڅ زیان نه دی اوښتی
۲۰۱۸/۱۰/۳
نظرات(۰ دیدگاه)