غنی طالبانو ته په خطاب: کله چې د سولې خبرې پیلېږی، په کوم لامل پر ملکی وګړو برید کوئ؟

  • خپرول: ۳۰ سرطان ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 128617

ولسمشر غنی پر پوهنتونونو او ملکی وګړو د وروستیو ترهګریزو بریدونو په غندلو سره طالبانو ته په خطاب وویل، کله چې د سولې خبرې پیلېږی، په کوم لامل پر بې ګناه وګړو برید کوئ؟
ولسمشر په نړیوال ښاری سمپوزیم کې وویل، پر پوهنتونونو، ماشومانو، روغتونونو او ملکی وګړو برید پر تمدن او دین برید دی او هرهغه څوک چې ددې بریدونو پړه پر غاړه اخلی، خایینان دی او له اسلامه بې خبره دی.
ده زیاته کړه: سوله زموږ هدف دی، هیڅ څوک زموږ په پرتله د سولې لپاره جدی اراده نه لری خو تاوتریخوالی د یوبل منلو لاره نده. کله چې څو اونۍ وروسته خبرې پیلېږی، په کوم لامل ملکی وګړی موخه ګرځوئ؟ که پر ما برید وکړئ حق لرئ، په ویاړ سره شهادت منم، خو نه پر بې ګناه وګړو، ماشومانو او نجونو باندې برید. دا هغه ظلم او ناورین دی چې د وروسته پاتې کېدو لامل کېږی، نه د پرمختګ لامل.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=128617

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *