غنی: زمونږ موخه د ملکیتونو خوندیتوب دی، د هر هېواد وال حق دی چې با اعتباره ځمکه او خوندی ملکیت ولری

  • خپرول: ۲۷ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: خامه پرس
  • د خبر شميره: 112805

د
افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی پرون د حمل ( وری) په ۲۶مه هغې غونډې ته چې،
د دولتی او عامه املاکو او ځمکې د غصب قضیو د تعقیب او همغږۍ په موخه په ارګ کې جوړه شوې وه ویلی چې موخه یې د ملکیتونو
خوندیتوب دی، هر هېواد وال
حق لری چې با اعتباره ځمکه او ملکیت ولری.

د ارګ له
لوری دخپرې شوې خبر پاڼې په حواله ولسمشر غنی دغې غونډې ته وویل:” اړتیا
ده چې د اړوندو
ادارو ترمنځ د ځمکې او املاکو د غصب د مخنیوی په اړه همغږی او ګډ لیدلوری رامنځته
شی او په دې اړه دې د جمهوری ریاست د دویم مرستیال استاد سروردانش په مشرۍ د غصب د
حقوقی استناد په اړه واضح بحث وشی”.

خبر پاڼه زیاتوی چې ولسمشر غنی د ښارجوړولو او ځمکو وزارت ته
لارښوونه کړې چې د دولتی
املاکو او ځمکې واضح نقشه دې چمتو او په دې اړه دې واضح ادرس رامنځته
کړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=112805

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *