غنی د سولې لپاره د لویې مشورتی جرګې جوړولو امر وکړ

  • خپرول: ۲۲ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: بی بی سی
  • د خبر شميره: 104385

غنی

د انځور حقوق
ARG

Image caption

ولسمشر غنی دوشنبه په کابل کې د سولې ملی مشورتی پروسې غونډې ته وینا کوله

افغان ولسمشر محمد اشرف غنی ویلی، حکومت به یې په هېواد کې د سولې لپاره د روان کال په حوت میاشت کې په پلازمېنه کابل کې یوه لویه مشورتی جرګه جوړوی. ولسمشر غنی دا څرګندونې دوشنبه کابل کې د سولې ملی مشورتی پروسې غونډې ته خپله وینا کې وکړې.

ولسمشر غنی ویلی، افغانستان د جرګو وطن دی، او که په دې هېواد کې روانه جګړه د جرګې له لارې ختمېدلی شی نو دی چمتو دی چې د سولې لپاره یوه لویه مشورتی جرګه را وغواړی.

ښاغلی غنی ویلی، حکومت د سولې نیت لری، نو طالبان دې هم نور افغانان ومنی او هېواد ته دې راستانه شی.

هغه ټینګار وکړ چې ګاونډیان باید د سولې اجنډا ونه ټاکی او افغان ولس دې خپلو منځو کې په دې تړاو پرېکړې وکړی.

یاده دې وی چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی تېره اونۍ په مسکو کې د سولې په تړاو دوه ورځنۍ غونډه کې غوښتنه کړې وه چې په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره باید مشورتی لویه جرګه را وبلل شی.

د انځور حقوق
Getty Images

Image caption

ولسمشر غنی پر طالبانو غږ وکړ چې نور افغانان دې ومنی او هېواد ته دې ستانه شی

ولسمشر غنی د سولې په تړاو وروستیو غونډو ته په اشارې سره وویل، خلک که هر چېرې غونډې کوی، په پای کې اړ دی چې افغان حکومت ته ورشی او ورسره کېنی.

نوموړی وویل، دی به د سولې تړون په مکه او مدینه کې لاسلیکوی، نه په مسکو کې.

  • افغان سوله: سیمې او اروپا ته د زلمی خلیلزاد ۱۸ ورځنی سفر
  • افغان سوله، شخصی ګټې او ملی اندېښنه
  • ‘هغه سوله نه غواړو چې د امنیتی ځواکونو برخلیک نه تضمینوی’

ولسمشر غنی د سولې د عالی شورا ته هدایت وکړ چې په دې جرګه کې د افغانستان ټولو پیاوړ څېرو او اشخاصو ته بلنه ورکړی.

ولسمشر غنی وویل، افغانستان د ټولو ګډ کور دی، او په ګډ کور کې بېلابېلو غږونو ته اړتیا نشته.

نوموړی وویل، افغان حکومت به دې جرګې ته استازی نه ټاکی، او نه به هم چا ته لومړیتوب ورکوی، بلکې خلک دې خپله دې جرګې ته خپل استازی وټاکی.

د انځور حقوق
Getty Images

Image caption

پخوانی ولسمشر حامد کررزی د مسکو په غونډه کې غوښتنه وکړه چې د سولې لپاره دې لویه مشورتی جرګه را وبلل شی

ښاغلی غنی وویل، د سولې په خبرو کې باید پر دې هم غور وشی چې د طالب جنګیالیو برخلیک به څه وی، او باید په ټولنه کې د دوی د جلب او جذب لپاره یوه اساسی تګلاره رامنځته شی.

نوموړی وویل، د طالب بندیانو موضوع یوه انسانی مسله ده او دی نه غواړی چې یوه ورځ دې هم یو افغان بېځایه په بند کې تېره کړی، خو هغه کسان نشی خوشی کولی چې سبا ورځ ځانمرګی بریدونه کوی.

یاده دې وی چې په افغانستان کې وروستۍ لویه مشورتی جرګه په ۲۰۱۱ کال کې د پخوانی ولسمشر حامد کرزی په واکمنۍ کې را بلل شوې وه، چې اجنډا یې له امریکا سره پر دوه اړخیز ستراتیژیک تړون سلا مشوره وه.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104385

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




1 + 5 =