غنی: د رڼو ټاکنو ترسره کېدل د حکومت اخلاقی ژمنه ده

  • خپرول: ۱۹ سرطان ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 126343

ولسمشر غنی تېره ورځ د کابینې په غونډه کې د یولړ خبرو پرمهال ټینګار وکړ چې د ټاکنو ترسره کېدل د حکومت ملی، قانونی او اخلاقی دنده ده.
ده د کابینې له ټولو غړو وغوښتل ترڅو هرډول مرستې چې اړین وی، د رڼو او سراسری ټاکنو د ترسره کېدو لپاره ترسره کړی.
ده د کابینې غړو ته په خطاب وویل چې د ټاکنو په بهیر کې دې خپله بې طرفی وساتی او زیاته یې کړه چې د ټاکنو په بهیر کې د هېواد امنیتی او دفاعی ځواکونو بې طرفی تضمین شوی دی.
غنی د کابینې غړو ته وویل هرهغه چاته چې رایه ورکوئ آزاد یاست، خو په ټاکنو کې نشی کولای لاسوهنه وکړئ.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=126343

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *