غنی: د تورخم په تړل کېدو سره به اسلام اباد ولړزېږی

  • خپرول: ۲۲ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: سیاست
  • د خبر شميره: 104215

ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غنی د ننګرهار په غنی خېلو ولسوالۍ کې یوې ولسی غونډې ته د وینا پر مهال ویلی، چې پخوا به داسې ویل کېده، چې که تورخم وتړل شی، نو کابل به ولړزېږی، خو که اوس موږ تورخم وتړو، نو اسلام اباد به ولړزېږی.

ولسمشر غنی نن د ننګرهار غنی خېلو ولسوالۍ ته تللى و، چې هلته یې یوې لویې ولسی غونډې ته وینا کوله. نوموړی وویل چې د سولې لپاره هرې قربانۍ ته تیار دى، خو د هغه په وینا چې څوکۍ د ولس امانت دى. ولسمشر غنی همدا راز د مسکو د غونډې په تړاو هم خپل نظر څرګند کړې او وې ویل چې سوله په مسکو کې نه بلکې په مکه معظمه کې غواړو او مسکو ته تللی خلک دې ځواب ووایی.

اشرف غنی وایی، چې افغانستان د اسیا زړه دى، پخوا به ویل کېدل که تورخم وتړل شی، نو کابل به ولړزېږی، خو که اوس موږ تورخم وتړو، نو اسلام اباد به ولړزېږی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104215

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




+ 60 = 63