غنی: د افغانستان سولې لپاره دې نړیواله او سیمه ییزه ټلواله جوړه شې

  • خپرول: ۲۵ جوزا ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 120857

افغان ولسمشر غنی ویلی چې د افغانستان د سولې د هڅو د پاشل کېدو د ګواښ مخنیوی لپاره باید یوه سیمه ییزه او نړیواله ټلواله جوړه شی.
د شانګهای د همکارۍ ټولنې سرمشریزې ته وینا کې هغه وویل چې له دې لارې به د سولې هڅې سره همغږې شی او د خبرو اترو لپاره به یو ټولمنلی چوکاټ جوړ شی.
ښاغلی غنی ویلی چې د افغان کړکېچ د سیاسی اواری لپاره د امریکا پر ژمنتیا او هلو ځلو باور لری، خو په وینا که په دې اړه سیمه ییزه همغږی نه وی، د سولې په خبرو کې به بری وخت نیونکی وی.
د ښاغلی غنی په وینا ترهګریزې شبکې د ټولې سیمې په زیان دی او له همدې امله یې پروړاندې یو موټی کېدل اړین دی.
نوموړی په دې غونډه کې له هغو مشرانو مننه وکړه چې د افغان شخړې پر سوله ییز حل یې ټینګار کړی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=120857

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *