غنی: دوامداره سوله د اقتصادی پلانونو له عملی کېدو پرته نه‌شی ټینګېدای

  • خپرول: ۲ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: رادیو آزادی
  • د خبر شميره: 109551

ولسمشر اشرف غنی وایی چې په افغانستان کې دوامداره سوله د اقتصادی پلانونو له عملی کېدو پرته نه‌شی ټینګېدای.

ښاغلی غنی پرون په مزارشریف کې د نوی کال د پیل په مراسمو کې له ګډون وروسته د کود او برق فابریکې د پرانېستو پرمهال په خپلو څرګندونو کې په‌دې اړه وویل:

“د سولې د پروګرام تطبیق د بی‌وزلۍ له منځه وړلو او په ټولنه کې د هغو لسګونه زره کسانو له جذبولو پرته امکان نه‌لری چې له ټوپک او بارودو سره عادت شوی دی.”

ولسمشرغنی ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د سولې راتلونکې د هېواد له اقتصادی پرمختګ سره تړلې ده او زیاته یې کړه، دولت د کورنۍ پانګونې د هڅونې لپاره له خصوصی سکتور سره هر راز مرستې ته چمتو دی.

افغان ولسمشر وویل دی هیله من دی چې مزارشریف ته د ده د بل سفر هدف به د مزار- شانګهای د دهلیز پرانېستل وی او د افغانستان تجارتی مالونه به له همدې لارې چین ته صادرېږی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=109551

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *