غنی: له پاکستان سره د عمل پروګرام په اړه نه خوشبین یم او نه هم ناهیلی

  • خپرول: ۲۵ سرطان ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 70105

ولسمشر اشرف غنی ویلی چې له پاکستان سره د عمل پروګرام په اړه نه ناهیلی دی او نه هم خوشبین.
ولسمشر آزادی راډیو ته ویلی چې پاکستان هغه څه چې د عمل په پروګرام کې ژمنه ورکړې، تردې دمه یوازې د کاغذ پرسر پاتی دی او عملی شوی نه دی.
ولسمشر غنی په دې اړه وویل چې دی نه ناهیلی او نه هم ډېر خوشبین دی.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د عمل پروګرام په نامه د یولړ مسایلو پرسر هوکړه شوې چې پکې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره هڅې هم شتون لری.
غنی ویلی، پاکستان او نورو سیمه ییزو هېوادونو ته په جدی توګه ویلی چې ټاکنې ددوی په لاس کې ده، کولای شی چې له افغانستان څخه د یوبل ترمنځ د اړیکې په توګه کار واخلی او یا داچې د ترهګرو په مرکز بدل کړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=70105

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *