غنی: تر راتلونکې دوه کاله پورې به ۶ زره ښوونځی رامنځته شی

  • خپرول: ۶ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: سیاست
  • د خبر شميره: 72829

د هېواد ولسمشر محمد اشرف غنی بادغیس ولایت ته دخپل سفر په دوهمه ورځ ویلی چې تر دوه راتلونکې کاله پورې ۶ زره ښوونځی په هېواد کې رامنځته کېږی.
د ولسمشر په وینا، په روان کال کې د ښوونځیو ۷۰ ودانۍ او په راتلونکې کال کې ۳۰۰ ودانۍ او په ټولیز ډول تر راتلونکې دوه کاله پورې ۶ زره ښوونخی په ټول هېواد کې رامنخته کېږی.
ولسمشر غنی همداراز ویلی چې په روان کال کې په هره ولسوالۍ کې د صنعت او کرهنې د پراختیا په موخه یوه تخنیکی او مسلکی لېسه په معیاری ډول جوړېږی.
ښاغلی غنی په داسې حال کې دا ژمنه ورکوی چې د ترسره شویو څېړنو له مخې، په وروستیو کال کې د هېواد پوهنې په برخه کې پام نه دی شوی.
د نیویورک ټایمز راپور له مخې، د افغانستان څه باندې نیمایی ښوونځی ودانۍ نه لری. یاد راپور زیاتوی چې په تېر کال کې څه باندې زر ښوونځی د جګړې او تاوتریخوالی د زیاتوالی له امله تړل شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=72829

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *