غنی: ترهغه چې طالبان اوربند ته ځواب نه وی ورکړی، ددې ډلې په وړاندې پوځی عملیاتو ته دوام ورکوو

  • خپرول: ۲۹ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 78289

ولسمشر غنی له والیانو او د امنیتی بنسټونو له مسولینو سره د ویډیو کنفرانس له لارې وویل ترهغه چې طالبان اوربند ته مثبت ځواب ورنه کړی، ددې ډلې په وړاندې پوځی عملیاتو ته دوام ورکوو.
ولسمشری ماڼۍ د یوې ویناپاڼې په خپرولو سره ویلی چې ولسمشر اشرف غنی تېره ورځ مازدیګر له والیانو، د امنیتی بنسټونو له مسولینو او د ولایتی شوراګانو له استازو، د سولې له شوراګانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې د اوربند ورځې د مدیریت او د لوی اختر ورځو د ښه امنیت ټینګښت په برخه کې خبرې وکړې.
ولسمشر په دې خبرو کې د هېواد امنیتی او دفاعی ځواکونو ته امر کړی ترهغه چې طالبان د اوربند په برخه کې مثبت ځواب ورنه کړی، خپلو عملیاتو ته دوام ورکړی.
ولسمشر وویل چې د اوربند شرطونه او ځانګړتیاوې د یوې ګډې تګلارې له مخې د هېواد ولایتی ادارو ته لېږل شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=78289

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *