غنی: افغانستان کمزور دولتونه لرل، خو موږ باید ځان پیاوړی کړو

  • خپرول: ۱۸ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 75814

ولسمشر اشرف غنی د کاپیسا ولایت له ځوانانو سره په لیدنه کې ویلی چې د افغانستان تاریخ تعریف دادی چې موږ یو لوی ملت یو چې کمزور دولتونه مو لرل، باید خپل دولت پیاوړی کړو.
ولسمشری ماڼۍ د یوې ویناپاڼې په خپرولو سره ویلی چې ولسمشر غنی تېره ورځ د کاپیسا ولایت له ځوانانو سره په لیدنه کې وویل، داسې هدف وټاکئ چې د پلی کېدو وړ وی او ستاسې طرحونه باید افغانی وی.
محمد اشرف غنی وویل، په راتلونکی څلورو میاشتو کې به په ولایتونو کې د سیالیو په اساس اساسی بدلونونه رامنځته شی.
دی زیاته کړه چې د ښځو ګډون اړین دی او ښځې به په لوړو بستونو کې وګمارل شی.
دی ځوانانو ته په خطاب وویل چې داسې یو هدف وټاکئ چې د عملی کېدو وړ وی او ستاسې طرح باید افغانی وی او دغه راز خپل ظرفیت تشخیص کړو او باید روښانه پلان ولرو.
ولسمشر وویل چې د افغانستان موقعیت د سرو زرو په شان دی ځکه زموږ هېواد د مرکزی او جنوبی آسیا د نښلونې ترټولو لنډه برخه ده او موږ باید بنسټیزې برخې داسې جوړ کړو ترڅو له دغه موقعیت څخه په ښه توګه ګټه واخلو.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=75814

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *