غنی: اصلاحات سلقه ای نه بلکه د خلګو ګټې لپاره ترسره کېژی

  • خپرول: ۱۹ جدی ۱۳۹۶
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 40979

ولسمشر اشرف غنی په کابل کې د ملی پولیسو اکاډمی محصلینو د فارغېدو په مراسمو کې وویل چې ثبات د قانون حاکمیت او د اساسی قانون د پلې کېدو له لارې رامنځته کېژی. دی وایی اصلاحات سلیقه ای نه بلکه د افغانستان خلکو ملی ګټو لپاره ترسره کېژی.
ولسمشر اشرف غنی چې د سه شنبه په ورځ د پولیسو ۴۴۶ افسرانو د فارغېدو په مراسمو کې وویل چې له دې وروسته ټولې ګمارنې او ترفیعات باید د افسرانو د ذاتی قانون پربنسټ ترسره شی.
ښاغلی غنی وویل چې زه د کورنیو چارو وزارت لارښونه کوم ترڅو له دې وروسته د ټولو ځوانو افسرانو ، جګپوړو افسرانو ذاتی چارې، ګمارنې، بدلونونه ، اجراات او ترفیعات د افسرانو د ذاتی قانون له مخې ترسره شی.
دی د ملی شورا غړو ته هم خبرداری ورکوی چې له دې وروسته د اړتیا وړ کسانو د ټاکلو یا هم ددوی ترفیع په موخه د کورنیو چارو وزارت ته دی مراجعه ونه کړی، ځکه ددوی نومونه به په رسنیو کې افشا شی.
همداراز ولسمشر وویل چې د هېواد هوایی ځواکونه درې برابره زیاتوالی مومی او زموژ کماندو ځواکونه دوه برابره شوی او دا زمینه برابروی ترڅو د پولیسو تمرکز د قانون پر تنفیذ وی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=40979

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *