غم/ د نزارقبانی شعر/ ژباړه: اجمل پسرلی

  • خپرول: ۷ سنبله ۱۳۹۶
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 33962

مینې دې غم رازده کړ

زه له زمانه محتاج

د یوې ښځې چې ما غمجن کړی

د داسې ښځې چې ورته ژاړمه د ولیو منځ کې

لکه مرغۍ..

د داسې ښځې چې زما غړی

لکه د مات بلور ټوټې راغونډ کړی

********

عشق دې رازده کړل

بد عادتونه

دا یې رازده کړل چې پر کافی فال وګورم

زر ځله شپه کې..

یونانی طب ازمویم..

د تعویذګرو دروازه ټکوم..

ووځم له کوره

پیاده رو متر کړمه

درپسې وګرځمه

په بارانه کې، د موټرو څراغو ته

زه درپسې یم

لټوم دې

ان

په لوحو د اعلانو کې

عشق دې رازده کړو چې ساعتونه سرګردانه شمه

په ګړګوتی ویښتو پسې

داسې ویښته

چې دغه ټولې ( غجرۍ) پرې بخیلی کوینه

په هاغه مخ او هاغه غږ پسې لټون کومه

چې هاغه ټوله دی مخونه، هاغه ټوله دی غږونه

********

ګرانې عشق دې

د غم ښار ته ننویستی

ستا نه مخکې

کله نه وم دې ښارو ته ورغلی

کله نه وم خبر شوی

چې دا اوښکه خو انسان دی

او بیغمه سړی

نکل د انسان دی

********

عشق دې دا رازده کړل

چې خویونه د ماشوم کړم

پر دیوال دې رسم جوړ په طباشیر کړم

پر بیړیو د صیاد

پر زنګو د کلیسا

او صلیبونو دې انځور کړم

ستا مینې رازده کړی…

چې دا مینه بدلوی د زمانو نقشه…

هاله پوه شوم چې مین شوم

مځکه ودریده دوران نه

مینې دې رازده داسې شیان کړل

چې کله مې حساب ورباندې نه و

کیسې د ماشومانو مې ولوستې

ماڼیو د پیریانو ته یې بوتلم

په خیال کې د پیری پاچا له لور سره واده شوم

وه شین سترګې

د ټاپو تر اوبو تیزې یې وې سترګې

او شونډې د هغې بیا

د انار تر ګل زړه وړونکې

برمته مې کړه رویا کې، پهلوان وم، راسپره مې کړه پر اس

د مرجان و مرغلرو امیلونه مې ترې جار کړه

ستا مینې خو اپلتې رازده کړې

دا یې راښوولې چې دا عمر  څنګه درومی

او د پیری د پاچا لور نه راځی..

********

ستا مینه رازده کړی

چې هرڅه کې دې کړم ګرانه

په لغړې شانتې ونې

او په وچو زیړو پاڼو

په باران کې.. په توپان کې

په وړې قهوه خانه کې

چې ماښام ته پکې توره کافی وڅښو

ستا مینې رازده کړی

چې بې نومه هوټلو ته

بې نومه کلیسا

قهوه خانې ته پناه یوسم

ستا مینې رازده کړی..

چې څنګه توره شپه د نا اشنا غمونه پنډ کړی..

ستا مینې رازده کړی چې بیروت ته

د یوې ښځې… فریبکارې او مکارې په ډول ګورم

د یوې ښځې…چې هر ماښام

ښایسته جامې اغونځی

او په عطرو لړلی ټټر

د بر او بحر ملکانو ته وړی

ستا مینې رازده کړی..

 چې څنګه د ژړا نه پرته ژاړم

ستا مینې رازده کړی چې څنګه غم ویده کړم

لکه بې پښو ماشوم

چې د « روشه» او « الحمراء» پر لارو څملی..

*******

مینې دې غم رازده کړ

زه له زمانه محتاج

د یوې ښځې چې ما غمجن کړی

ورته وژاړم په غیږ کې

لکه مرغۍ..

د داسې ښځې چې زما غړی

لکه د مات بلور ټوټې راغونډ کړی

پای

اړوند مطالب


د هغې د وژلو هڅه چې نه مری/نزارقبانی: ژباړه: اجمل پسرلی


ښځو ته د نزار قبانی شعر/ ژباړه: اجمل پسرلی


میینې ته د نوی کال په درشل کې/نزار قبانی، ژباړه اجمل پسرلی


د شعر ژباړه/ اجمل پسرلی

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=33962

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




6 + 3 =