غزه کې د اسراییلی پوځیانو له خوا د ۴ فلسطنیانو وژل کېدل

  • خپرول: ۱۹ جوزا ۱۳۹۷
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 63152

د غزې روغتیایی چارواکی وایی، د جمعې(غبرګولی۱۸) په ورځ د اسرایلې پوځیانو له لورې د ډزو او اوښکې بهونکی ګازو په پایله کې، ۴ فلسطنیان وژل شوی او له ۱۰۰ نه زیات ټپیان دی.
د رویټرز راپور له مخې، اسراییلو ویلی چې ددغه هېواد پوځیانو له هغه وروسته په ډزو او اوښکې بهونکی ګازو لاس پورې کړل چې فلسطنیانو غوښتل د ډبرو او د اور لمبو په غورځولو سره له پولې نه تېرشی. په غزه کې د جمعې ورځې وژل شوی کسان درې سپین ژیری او یو ۱۵ کلن ماشوم په برکې نیسی.
اعتراضونه د مارچ په ۳۰ په غزه کې پیل شول او تردې دمه ۱۲۴ فلسطنیان د اسراییلی پوځیانو له خوا وژل شوی چې یوازې ۶۰ کسان له امریکا څخه بیت المقدس ته د سفارت لېږلو په ورځ وژل شوی دی.
د فلسطینی اعتراض کوونکو په وړاندې د اسراییلی پوځیانو خونړۍ مبارزه له نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=63152

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




73 + = 74