غزه کې د اسرائیل په ډزو ۳ تنه شهیدان شوی، ۳۰۷ تنه نور ټپیان دی

  • خپرول: ۲۰ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: امارت اسلامی
  • د خبر شميره: 76157
غزه کې د اسرائیل په ډزو ۳ تنه شهیدان شوی، ۳۰۷ تنه نور ټپیان دی

د غزې روغتیا وزارت وایی، نن سهار د پرون ورځې د لاریون یوه تنه ټپی د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه چې له دې سره دجمعې ورځې لاریون د شهیدانو شمېر ۳ تنو ته لوړ شو.

پرون د غزې زرګونه تنه فلسطینیان د بېرته ستنېدو ستر لاریون کې د ګډون لپاره د اسرائیل پولې ته ورټول شوی وو چې د تېر په څېر اشغالګرو عسکرو یې پر وړاندې زیاته زور کارونه کړې ده.

د اشغالګرو په ډزو ۳۰۷ تنه فلسطینیان ټپیان شوی هم دی چې د ځینو یې ټپونه ژور ښودل شوی دی.

د روغتیا وزارت وایی، په شهیدانو کې یو روغتیا پال شامل دی چې د نورو ټپیانو درملنه یې کوله، په ټپیانو کې هم ۵ روغتیا پالان او دوه خبریالان دی.

لاریون کونکو د تېر په څېر ټیرونو ته اور ور اچولی او سوځونکی کاغذبادونه او بالونونه یې د اسرائیل پر لورې خوشی کړی دی.

اشغالګرو عسکرو پر لاریونوالو ډزې کړې او اوښکې بهونکی ګاز یې پرې کارولی دی.

د بېرته ستنېدو لاریون د تنظیم ملی ادارې پر فلسطینیانو غږ کړی چې په راتلونکې جمعه کې دی هم په لاریون کې ګډون وکړی.

دې ادارې هوډ څرګند کړی چې د بېرته ستنېدو لاریونونو ته به دوام ورکوی، تر څو فلسطینی ولس خپل حقونه ترلاسه کړی.

احمد ظریف

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=76157

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *