غزنی ولایت کې چاودنې ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

  • خپرول: ۲ جوزا ۱۳۹۸
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 117403

تېره ورخ غرمه مهال د غزنی ښار په پی آر ټی سیمه کې چاودنه شوې چې له امله یې ۳ کسان مړه او شاوخوا ۱۵ تنه نور ټپیان شوی دی.
د غزنی امنیتی چارواکی وایی چې پولیسو هغه موټر وپیژندی چې په چاودېدونکو توکو باور وو، ځکه یې د راکټ ډز باندی وکړ چې له امله یې موټر وچاودېد او یاده مرګ ژوبله یې واړوله.
د غزنی امنیتی چارواکو ویلی چې پولیسو د موټر پیژندلو وروسته هغه ته د دریدو امر کړی چې هغه نه دی منلی ، ځکه دوی ورباندی د راکټ ډز کړی دی.
یادو سرچینو ویلی چې په پیښه کې ۳ تنه پولیس وژل شوی او لږ تر لږه څلور تنه نور ټپیان شوی دی .
د غزنی د عامې روغتیا چارواکو ویلی چې روغتون ته د پیښې له ځایه ۳ مړی او ۱۵ ټپیان ور وړل شوی دی چې ځینی یې ملکیان دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=117403

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *