غزنی ولایت کې د یوې ټرافیکې پېښې له امله ۶ تنه مړه شوی

  • خپرول: ۲۱ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 104172

غزنی کې د یو سراچه‌ډوله او ۴۰۴ډوله موټرو تر منځ ترافیکی پېښه کې شپږ تنه مړه شوی دی.

د غزنی د ترافیکو مدیر منیر احمد بختیار وایی، پېښه نن تر غرمې وړاندې د کابل ـ کندهار لویې لارې په اوږدو کې د اندړو ولسوالۍ ملا نوح بابا سیمه کې شوې ده.

هغه وایی، د سراچې ټولې سپرلۍ ځای پر ځای له منځه تللې دی او په لوی موټر کې د ټپیانو په اړه لا هم کره معلومات نه لری.

دا په داسې حال کې دی چې تېره اوونۍ هم د کابل ـ کندهار پر لویه لار کابل ته څېرمه ارغندۍ سیمه کې د ترافیکی پېښې له امله تر لسو ډېر کسان ټپیان او څلور تنه مړه شول.

ترافیکی مسؤلین وایی د سړک یخ کېدل او د موټر چلوونکو بې احتیاطی د داسې پېښو عمده علتونه دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104172

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *