غزنی ته خاص افغان ځواکونه ورسېدل، جګړه لا روانه ده

  • خپرول: ۱۹ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 75990


Fb-Button

دا خبر تازه کېږی:

 – غزنی ښار ته د طالبانو د تېرې شپې له پراخې حملې وروسته خاص افغان امنیتی ځواکونه رسېدلی او د طالبانو پر ضد یې تصفیوی عملیات پیل کړی دی.

– افغان خاص ځواکونه غزنی ښار ته استول شوی.

– وروستی راپورونه وایی چې د طالبانو په حمله کې لږترلږه ۱۴ پولیس وژل شوی دی.

– د کورنیو چارو وزارت وایی، په څو ساعتونو کې به غزنی ښار له طالبانو تصفیه شی. طالبانو د شپې په ۲ بجې حمله پیل کړه.

– طالبان وایی د ښار یو شمېر برخې یې نیولی او په لسګونو دولتی ځواکونه یې وژلی دی.

– فرانس پریس خبری اژانس وایی، د امریکا جنګی او بې پېلوټه الوتکې د حکومتی ځواکونو په ملاتړ د غزنی په اسمان کې لیدل کېږی.

په کابل کې د امریکایی ځواکونو مرکز وایی، جګړه د سهار په ۸ بجې یو څه سړه شوه او افغان امنیتی ځواکونو یو شمېر سیمې چې د شپې په مخه یې له لاسه ورکړې وې، بېرته نیولی او ټولې دولتی ادارې د امنیتی ځواکونو په کنټرول کې دی.

لومړنی خبر

طالبانو له څو خواوو پر غزنی ښار بریدونه پیل کړی

تاند- وسله والو طالبانو پر غزنی ښار له څو خواوو برید کړی او اوس په ښار کې دننه نښتې روانې دی.

راپورونه وایی چې طالبان د ښار ځینو برخو ته ننوتی او امنیتی ځواکونه هڅه کوی چې طالبان شا ته وتمبوی.

ښاریان په کورونو کې بند پاتې دی، دوکانونه بند دی او په سړکونو کې خلک نه لیدل کېږی.

د غزنی د والی ویندوی عارف نوری وایی، تراوسه پورې د یوه سرتېری د وژل کېدو او د ۷ نورو د ژوبلېدو راپور لری.

په ښار ک پر ګڼو کورونو او دغه راز امنیتی پوستو د هاوانونو ګولۍ لګېدلی دی.

د غزنی امنیه قوماندان فرید احمد مشال فرانس پریس خبری اژانس ته وویل ، طالبانو تېره شپه ناوخته له څو خواوو پر ښار بریدونه پیل کړل.

دا خبر بیا بیا تازه کېږی.

اړوند مطالب


په غزنی کې د کابل- کندهار لار بنده ده، په دوو سیمو کې جګړه روانه ده


د امریکا سمندری ځواکونه هلمند ولایت ته ورسېدل


د غزنی پر یوې لارې په جګړه کې ۳۱ طالبان وژل شوی


امنیتی ځواکونه ادعا کوی چې د غزنی په ګیلان کې یې ۲۰۰ وسله والو مخالفانو ته مرګ ژوبله اړولې

onesignal_meta_box_present:
۱
onesignal_send_notification:

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=75990

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *