عمران خان: پوځ د افغانستان جهاد دورې وسله والې ډلې لمنځه وړی

  • خپرول: ۲۱ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 112054

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان ددې مطلب په څرګندولو سره د هغو وسله والو ډلو فعالیت چې له افغان مجاهدینو د ملاتړ په موخه جوړې شوې وې، درول شوی نه دی زیاته یې کړه چې نور دغو ډلو ته اړتیا شتون نه لری او پاکستان ژمن دی ترڅو دا ډلې لمنځه یوسی.
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان تېره ورځ له بهرنیو خبریالانو سره په یوه غونډه کې وویل کله چې د افغانستان جهاد پای ته رسېدلی وو، باید هغه وسله والې ډلې چې له افغان مجاهدینو د ملاتړ په موخه په پاکستان کې رامنځته شوې وې، لمنځه وړل شوې وای، خو اوس مهال دغو ډلو ته اړتیا نشته او ددې هېواد پوځ او استخباراتی اداره ژمن دی ترڅو دا ډلې لمنځه یوسی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=112054

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *