عمران خان: نباید پاکستان په افغانستان کې د امریکا سیاستونو د ناکامی مسول وګڼو

  • خپرول: ۲۱ جوزا ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 120095

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان ددې مطلب په څرګندولو سره چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې ټینګښت غوښتونکی دی، ټیګار وکړ چې نباید پاکستان په افغانستان کې د امریکا سیاستونو د ماتې مسول وګڼو.
د پاکستان لومړی وزیر په اسلام اباد کې له خبریالانو سره په خبرو وویل: پاکستان د نړۍ نورو هېوادونو په پرتله په افغانستان کې د سولې ټینګښت غوښتونکی دی او په افغانستان کې یې د بې ثباتی له اړخه ډېر زیانونه زغملی، له همدې امله بې انصافی ده که پاکستان په دې هېواد کې د روان بحران مسول وګڼل شی.
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږی چې د افغانستان سولې په برخه کې هڅې له ماتې سره مخ شوی او د هېواد ملی امنیت سلاکار حمدالله محب هم د پاکستان اندېښنو ته له رسېدنې پرته په خبرو کې پرمختګ ناشونی بللی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=120095

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *