علی بابا خان؛ د پښتو موسیقۍ یو جلا رنګ | فیاض حمید

  • خپرول: ۱۲ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 81036


Fb-Button

پر یوټیوب مې پښتو موسیقی اورېدله، کوښښ مې کوو، چې د غنی خان شاعری واورم، نو مخې ته مې د دوه ځوانانو په غږ کې د غنی خان دا شعر راغی چې وایی (زه یو مست شان لېونتوب یم، د هوا په اس سپرېږم)، دې غږ او شاعرۍ راباندې ډېر تاثیر وکړ، د دې ځوانانو په غږ کې راته احساس، مینه، جذبه او ولوله وبرېښېده، پوه شوم چې دا سندره یې له زړه راوتلې.  دا دواړه (علی بابا خان) او ( معیذ خان) وو. دوی ښه او په زړه پورې هڅه کړې وه.

یو څه موده وروسته مې بیا د علی بابا خان په غږ کې د غنی خان یو بل شعر واورېد چې وایی (زه یم ناست ځانله جانان یو تصور کې جوړومه) دلته هم علی بابا خان په زړه پورې هڅه کړې وه او ډېره مې خوښه شوه. بله ورځ ګورم له ملګری (عطاء الله خان حیران) سره یو ځوان د ژوندون ټلوېزیون پر دروازه راننوت، څهره یې راته اشنا مالومېده، خو چورت کې لاړم، حیران راته وویل: دا علی بابا خان دی، بیا مې روغبړ ورسره وکړ او په لیدو یې خوشاله شوم.

ورځ دوه وروسته مو علی بابا خان ته د ژوندون ټلوېزیون په انګړ کې د (کنسرت) تابیا ونیوله. دا داسې حالت و چې ډېرو لږو خلکو علی بابا خان پېژنده، ټلوېزیونی اعلان مو وکړ، پر ټولنیزو رسنیو مو ملګرو ته خبر ورکړ، ډېره هڅه مو وکړه چې زیات ګډونوال راشی، هڅه مو بریالۍ وه او شاوخوا پنځه سوه نفر راغلل. په نه امکاناتو او لنډ تنګ وخت کې مو علی بابا خان ته یو خوندور کنسرت راجوړ کړ، علی بابا نږدې ټولې سندرې وویلې.

تر دې وروسته علی بابا خان له ما سره په ژوندون کې یوه اوونۍ پاتې شو، هلته به دده په موسیقۍ غږېدو، دی پوهېده چې زه تر اوسه دومره مینوال نه لرم، خو د هرې خبرې په وروستۍ برخه کې به یې ویل، دا کنسرت او کابل ته دا سفر به زما د پرمختګ او ستوری جوړېدو پیلامه وی. ما چې به د هغه باور ته کتل چې په ځان یې درلود، نو نور به مې هم هڅوه، نوموړی پر ځان ډېر زیات باور پیدا کړی و. بیا د تګ په وخت کې مې ورسره ځینې شعرونه شریک کړل چې که په راتلونکی کې موسیقې کوې، نو دا ډول شاعری انتخاب کړه، په هغې کې د ملګری (سعید شینواری) او (بخت ذاده دانش) څو غزلونه او نظمونه و.

علی بابا خان خوشاله زړه پېښور ته لاړ، یو څه موده پس یې راته له هغه ځایه مسج وکړ چې فیاض جانه! هغه (بیا هم دوزخی یم) نظم راته راولېږه، سندره کوم یې، ما هغه نظم ټول ټایپ کړ، بیا مې ورواستوه، علی بابا نظم لوستلی و، بیا یې راته وویل د دې نظم د شاعر شمېره یا ادرس راته پیدا کړه، دا چې بخت ذاده دانش سره زما له مخکې سلام کلام او یو شنګ انډیوالی وه، نو نوموړی ته مې مسج وکړ او کیسه مې ورته ټوله وکړه، هغه علی بابا نه پېژانده، خو خپله ټلېفون شمېره یې راکړه، ما علی بابا خان ته شمېره ورکړه او له همدې لارې یې له یو بل سره وکتل.

علی بابا له بخت ذاده دانش سره بوخت شو، خو ما به یې هره ورځ پوښتنه کوله چې کار دې څنګه شو؟ هغه به نن سبا کول، دې کې څو میاشتې تېرې شوې، سهار وختی یې مسج کړی و، چې فیاض جانه! سندره په غږیز ډول تیاره شوه، لومړی یې ته وګوره کومه ستونزه خو نه لری؟ ما چې واورېده، سمدواره مې ورته مسج وکړ چې څومره زر کېږی ویډیو یې جوړه کړه. ویل یې یو څو ورځې راکړه، یو څه موده پس یې ویډیو هم راواستوله. دې سندرې تر خپرېدو وروسته بېحده زیات مینوال پیدا کړل او ډېرو خلکو یې دا بریالۍ هڅه وستایله.

علی بابا د دې نظم په ویلو سره ځانته د موسیقۍ لار وټاکله، دلته یې د نوی رنګ موسیقی شروع کړه، دلته یې د لومړی ځل لپاره یوې سندرې دومره پرمختګ وکړ، تر دې وروسته علی بابا له خپلې موسیقۍ خوند اخیست.

علی بابا خان هڅه وکړه یو بل داسې شعر ووایی چې تر (دوزخی) ډېر مینوال پیدا کړی، ما ته یې مسج وکړ، ما ورته وویل: د بخت زاده دانش غزل (جنت حوره) انتخاب کړه، راته یې وویل ټایپ یې کړه او راواستوه یې، ما هم همغه دقیقه ورولېږله، تر کتلو وروسته یې ډېره خوښه شوې وه او راته یې وویل دا ځل د دې وار دی.

ددې تر منځ علی بابا خان بیا کابل ته راغلی، د شپې زما خوا ته راغی، (جنت حوره) یې راته په موبایل کې ولګوله، چې تر ډېره خام مواد و، زما بېحده خوښه شوه. ویل یې چې دا ځل پېښور ته لاړ شم، (جنت حوره) به راځی، همغه شان یې وکړل.

اوس (جنت حوره) د ټولو مینوالو پر زړونو راج کوی، مینوال یې تر پخوا لا ډېر شول او علی بابا په پښتو موسیقۍ کې ځانله یو جلا رنګ، ځای او پېژندګلوی جوړه کړه.

علی بابا خان اوس د پښتو موسیقۍ هغه نوم دی چې د پښتو موسیقۍ کې یې یو جدا رنګ ورزیات کړ، یو ځانګړی ځای یې خپل کړ او هغه تشه یې ډکه کړه چې د پښتو موسیقۍ کې احساسېده.

د علی بابا خان د لا زیات پرمختګ په هیله

فیاض حمید

ژوندون ټلوېزیون

۳/SEP/2018

اړوند مطالب


د علامه رشاد بابا د ۱۲ تلین په مناسبت د څېړنغونډی تدارکاتی غونډه وسوه


احمدشاه بابا پروا نه لری، کرزی بابا مه ښکنځئ!؟/ عبدالنافع همت


بابا / حمد الله ارباب


د اغا بابا (استاد محمد صدیق پسرلى) سره زما خاطرې/ فریبا پسرلۍ

onesignal_meta_box_present:

onesignal_send_notification:

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=81036

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *