علامه اقبال، دمدینی په رنجو تورسترګی شاعر

  • خپرول: ۲۶ سنبله ۱۳۹۶
  • نوملړ: افغان ولس
  • د خبر شميره: 36899

 

علامه اقبال یا هغه څوک چې په خپله وینا: دمدینی په رنجو تور سترګی و او شاعری یې دمدنی جانان سره دمینی زېږنده وه، د شلمی پېړۍ ستر اسلامی مفکر، شاعر، سیاستپوه، اقتصادپوه، صوفی او فیلسوف تېر شوى دى.

دا ټول کمالونه په یوه انسان کی راغونډېدل او یوه انسان ته منسوبول که څه هم مبالغه ښکاری، خو دده دژوند په لوستلو به پوه شو چې دا دیوې کلې او څو کماله څښتن شخص، رښتیا هم په دې ډګرونو کی کار وکړ او دهر ډګر کارکوونکو ته یې بیلی توصیې او نظریات درلودل.

اقبال، دا ټول کمالونه او خپل ژوند یوازی دوو ټکو ته وقف کړى وو: اسلامی ویښتابه او دمسلمانانو یووالى.

داقبال لاهوری په ژوند او افکارو، دده په ژوند او تر مړینی وروسته یې په زرګونو رسالې او مقالې ولیکل شوې، چې داسلامی نړۍ دنامتو لیکوال علامه ابوالحسن علی ندوی په وینا یې شمېر دوو زرو ته رسېږی، دا لیکنی دنړۍ په مختلفو ژبو لکه انګلیسی، فرانسوی، المانی، ترکی، روسی، فارسی، اردو او پښتو شوې یا ژباړل شوېدی.

که څه هم علامه اقبال افغانانو ته زیات درنښت درلود، هغوى یې ښه ګاونډیان او دخپلواکۍ اتلان ګڼل، خو بیا هم ورته افغانانو هغومره توجه چی باید شوې واى؛ کړې نه ده. داقبال په اړه افغان لیکوالو لیکنی کړې، خو دا لیکنه یا داقبال په سوانحو او یا هم دهغه دافکارو په یوې ځانګړې برخی پوری  محدودیدی، ما هڅه کړې ترڅو دلته داقبال دژوند او افکارو په اړه ډېر لنډ خو هراړخیز معلومات وړاندی کړم. دده ژوند ته ځلغند نظر او دبیلا- بیلو موضوعاتو په اړه دهغه نظریات او پکی کړى کار یاد شوى دى، که څه هم دا دیوې وړې لیکنی په چوکاټ کی راوستل خورا ګران کاردی  او مناسبه دا وه چې د اقبال د کارونو هر ډګر په یوه بیل کتاب کې څېړل شوى واى، خو په ځان کې ددومره بشپړی لیکنی دتوان دنه لیدلو او بوختیاوو له امله می په دې هیله، چی نور لیکوال وروڼه به دې موضوع ته پام وکړی؛ دې کوچنی لیکنه باندی کفایت وکړ.

لومړۍ برخه یې ژوندلیک او دوهمه برخه کی یې افکار څېړل شوی دی. دافکارو په برخه کی لاندی عنوانونه راغلی:

اقبال او قرآن، اقبال او محمد (صلى الله علیه وسلم)، اقبال او اسلامی وحدت، اقبال او سیاست، اقبال او اقتصاد، اقبال او ادب، اقبال او تصوف، اقبال او فلسفه، اقبال، دلویدیز تمدن او لویدیزی ښوونیز نظام، اقبال او نشنلیزم، اقبال او افغانستان.

ژوند

زوکړه، زده کړی او کړنی

د ١٢٩۴ هـ ق کال د ذوالقعدې دمیاشتی په درېیمه (١٨٧٧ز دنومبر ٩مه) نیټه، دهند سیالکوټ ښار په چوهدری وهاب سیمه کی، دشیخ نورمحمد کورنۍ دیوه نوی زیږیدلی ماشوم زیری واورېد.

شیخ نورمحمد نوموړى ماشوم یوې ښوونځۍ ته داخل کړ، هلته دمولوی میرحسین تر توجه لاندی شو، په ١٨٩۵ ز کال نوموړى د سکاچ مشن ښوونځۍ څخه فارغ او همدلته یې لیسه هم پاى ته ورسوله. دزده کړو په دوران کی له سرتامس ارتول سره اشنا شو، داستاد عبدالقادر المحامی سره یې اړیکی درلودې او لومړۍ قصیدی یې د (همالیې غرونه)  او (نالۀ یتیم) په نوم ولیکلې.

دزده کړو په دوران کی دحمایت الاسلام جمعیت مجالسو ته حاضرېده.

په ١٨٩٧ز کال یې په عربی، انګلیسی او فلسفه کی لسانس (لوړی زده کړی) پاى ته ورسولې. په ١٨٩٩ ز کال یې په فلسفه کی ماسټری وکړه. وروسته یې دکیمبرج پوهنتون په ټرینټی څانګه کی داقتصاد اړوند زده کړی وکړې، بیا دهمدې پوهنځۍ دلنکن این څانګی ته شامل او حقوق یې وویل. دفلسفې دوکتورا یې په (سیرفلسفه در ایران، یا فلسفه عجم) کی وکړه او په ١٩٠٧ ز کال یې دجرمنی له مونیخ څخه دوکتورا ترلاسه کړه.

په لندن کی دهستوګنی په مهال یې یو لړ مناظرې وکړې، دبېلګی په توګه:اسلامی تصوف، په اروپایی تهذیب دمسلمانانو اغېز، اسلامی جمهوریت، اسلام او انسانی عقل او …

همداراز یې د (پان اسلامک سوسائټی) په نوم د یوې اتحادیې بنسټ کښېښود.

پاکستان ته په ګرځېدلو یې په اقتصاد کی کتاب ولیک. دپوهنتون داستادی ترڅنګ یې څه موده وکالت هم کاوو.

په پنجاب کی دقانون شورا غړى شو.

په ١٩٣٠ ز کال د(اله اباد) ټولنی رئیس وټاکل شو.

په ١٩٣١ ز کال ورته دانګلستان، فرانسیې، ایټالیې، مصر او افغانستان له لوری بلنی راغلې.

ددې هیوادونو دسفر څخه دراګرځېدلو په مهال، فلسطین ته لاړ او اسلامی کنفرانس کی یې ګډون وکړ.

اندلس ته په تلو یې دقرطبې جامع مسجد کی، تر ٨٠٠ کاله تېریدا وروسته لومړى اذان وکړ او دى هغه لومړنى موذن شو چی په اوسنۍ اسپانیا کی یې داذان ملکوتی غږ پورته کړ. همدلته یې د(اسپانیا او داسلام فلسفه) وینا واوروله.

په ١٩٣٢ ز کال دنادرخان پاچا له لوری د دوو تنو نورو عالمانو سره یوځاى افغانستان ته وبلل شو. دنادرخان سره یې کابل کی لیدنه وکړه، بیا غزنی او کندهار ته دسیاحت لپاره لاړ. غزنی کی یې دسلطان محمود غزنوی او حکیم سنائی په قبرونو اوږدې قصیدې ولیکلې، کندهار ته په رسیدو یې احمدشاه بابا او خرقی شریفی ته شعر ولیک او هند ته په راګرځیدلو یې دمسافر په نوم، دافغانستان دسفر په تړاو، مثنوی ولیکله.

لاهوری اقبال، له ځوانی څخه قلم په لاس کی اخیستى و، زیات شعرونه یې په مختلفو قالبونو کی ولیکل خو ډېر وخت به یې مثنوی لیکله. ١۴ قلمه اثار لری چی نومونه یې په لاندی ډول یادولاى شو:

١- علم الاقتصاد         ٢- توسعۀ حکمت در ایران (فلسفۀ عجم)             ٣- احیاى فکر دینی در اسلام

۴- تاریخ هند            ۵- رموز بی خودی        ۶- اسرار خودی                   ٧- زبور عجم

٨- پیام مشرق         ٩- جاویدنامه             ١٠- ارمغان حجاز               ١١- بانګ دارا

١٢- بال جبرئیل               ١٣- ضرب کلیم             ١۴- تیت – پرک یاداښتونه.

دې کتابونو کی یې زیاتره شعری ټولګی انګلیسی، فرانسوی، المانی، ایټالیوی، روسی او ترکی ژبو ته ژباړل شوې دی.

دده په ژوند، دده په نوم المان او ایټالیا کی ټولنی او تنظیمونه جوړ شول چی دده شعرونه او فلسفه پکی لوستل کیده.

له عرفان او تصوف سره یې علاقه درلوده، مولانا جلال الدین بلخی یې خپل مرشد ګاڼه. فلسفه کی له نیچه او برکسون څخه اغېزمن و.اسلامی سیاست یې دژوند موخه او سیدجمال الدین افغانی یې ایډیال و.

دا ستر شاعر په داسی حال کی چی داسلامی نړۍ دوحدت هڅی یې کولې او داسلامی شان او شوکت دبیا احیاء لپاره یې لومړى دیوه مرکز په توګه، یوه ټوټه خاوره دبشپړ شریعت دنفاذ او بېلګه ایز نظام لپاره لازمی ګڼله، په ١٣۵٧هـ ق کال د صفری په ٢٠ مه نیټه (١٩٣٨ز کال داپریل ٢٧مه) له دې فانی نړۍ څخه وکوچید، شپېتو زرو کسانو یې جنازه کی ګډون کړى و، دشاهی جومات او کلا ترمنځ خښ کړاى شو او دقبر لپاره ډبرلیک ورته له افغانستان څخه ولېږل شو.

تر مړینی څو شیبې وړاندی یې وموسل او وې ویل:

نشان مرد مؤمن با تو ګویم

چو مرګ آید تبسم بر لب اوست

افکار او اندونه

١- اقبال او قرآن:

اقبال، داسلام لومړنى اصل په قرآن پوهیدنه او له احکامو سره یې سم ژوند ګڼی، وایی:

ګر تو می خواهى مسلمان زیستن

نیست ممکن جز به قرآن زیستن

په دې اړه خپلو خاطراتو کی یوه جالبه کیسه هم لری، وایی:(( زه دسهار دلمانځه وروسته دقرآن کریم په تلاوت عادت وم، پلار می لیدم او یوه ورځ یې پوښتنه راڅخه وکړه: ته سهار مهال څه کوې؟ ما ورته وویل: قرآن عظیم الشان لولم. له دې وروسته درې کاله پرلپسیې پلار له ماڅخه همدا پوښتنه کوله او ما به همغه ځواب ورکوو. یوه ورځ می پلار ته وویل: ته ولی له ما څخه همدا یوه پوښتنه کوې او زه هم، همدا یوځواب درکوم. په دې کی څه راز دى؟

ده وویل: زویه! ما غوښتل تاته ووایم: قرآن داسی لوله لکه په تا چی نازل شوى وی.

له هغې ورځی وروسته می په قرآن کریم دځان پوهولو هڅه وکړه، معنى ته یې متوجه شوم، انوار می یې اقتباس کړل او ملغلری می ورڅخه وپېیلې)).

لاهورى اقبال، هغو کسانو ته چی قرآن خپله نه لولی او مرسته پرې نه غواړی، وایی: ته دصوفی او ملا محض اسیر یې، ته په نېغه له قرآن څخه مرسته نه غواړې، له ایاتونو سره یې کار نه لری مګر دا چی مړ کېږی او دیس سورت درباندی ولوستل شی. حیرانتیا ده، دستر قرآن شان مو څومره کم ګڼلى!

خوار از مهجوری قرآن شدی

شکوه سنج ګردش دوران شدی

کله چی له نادرخان پاچا سره مخ کیده نو هغه ته یې په ډالۍ کی قرآن کریم ورکړ او ورته یې وویل: دحق دخاوندانو پانګه همدا کتاب دى، په ضمیر کی یې ژوند دى، دهر پیل پاى پکې دى او په ځواک سره یې علی رضى الله عنه دخیبر فاتح وګرځېد.

دى د ځان او نړۍ په بدلون کی دقرآن ونډه داسی ښیی:

فاش ګویم آنچه در دل مضمر است

این کتابی نیست چیزی دیګر است

چون به جان در رفت جان دیګر شود

جان چو دیګر شد جهان دیګر شد

اقبال او محمد (صلى الله علیه وسلم) :

د علامه اقبال شاعرۍ که په دقت وګورو، نو تقریباً ټول شعرونه یې یو نه یو ډول دمصطفى صلى الله علیه وسلم له عشقه رنګ اخلى.خپله هم باور لری چی دده دشاعری مستی، دهغه صلى الله علیه وسلم دعشق نتیجه ده:

شور عشقش در نى خاموش من

می تپد صد نغمه در آغوش من

اقبال، دځوانۍ دوره لندن کی تېره کړه، هغه چی دلویدیز دنوی علومو او مسیحی تبلیغاتو مرکز ګڼل کیده، خو داچی ولی په دې ډنډ کی داوسیدلو باوجود داقبال جامې پرې خرابی نشوې، دى یې په اړه وایی:

((دغربی علومو ځلا ونشواى کړاى، چی زما په عقل غالبه شی او یا زما دبصیرت په مخ پرده شی، ځکه ما دمدینی په رانجو سترګی توری کړې وی)).

هغه باورى دى چی که نن ورځ مسلمانانو ته څه عزت پاته دى، یا دخداى په وړاندی مقام لری، لامل یې دادى چی په زړه کی یې دمحمد صلى الله علیه وسلم مینه ده:

در دل مسلم مقام مصطفى است

آبروى ما زنام مصطفى است

ده چی کوم عقیده خپله کړې او کوم څه چې دده زړه او ذهن روښانه کړى، هغه دده په وینا دا دوې کلمې وی:

((لا اله الا الله محمد رسول الله)).

اقبال باور لری چی :

از دم سیراب آن امی لقب لاله رســــت از ریگ صحرای عرب

حریت پرورده آغوش اوست یـــعنی امروز امـــــم از دوش اوست

او دلی در پیکر آدم نهاد اونـــــقــــــــــاب از طلـــعت آدم گـــــشاد

هر خداوند کهن را او شکست هر کهن شاخ از نم او غنچه بست

دژوند وروستۍ ارزو یې دمدینی زیارت و.

اقبال او اسلامی وحدت :

لکه دلیکنی په پیل کی چی مو وویل، داقبال ټول کمالونه او شعرونه یوازی همدې دوو ټکو ته وقف و: اسلامی ویښتابه او اسلامی یووالى.

اقبال دمسلمانانو ترمنځ دقرآن او اسلام په بنسټ، دیوې ټینګی ورورولۍ درامنځته کولو زیاتی هڅی وکړی. کله چی په بالقان او فلسطین لویدیزی نړۍ حملې کولې، دده له قلمه وینی څڅېدې او هر سهار به یې له درده او جذبې ډکه نوې قصیده ویله. کله چی حبیب الله کلکانی دامان الله خان په وړاندی ودرېد او له هغه څخه یې کابل ونیو، نو دهغو اوازو په بنسټ چی د کلکانی تر شا انګلستان دى، اقبال په چېغو – چېغو د هندوستان ملت دافغانستان سره مرستی ته راباله.

هغه مهال چی د لویدیزو هیوادونو له سفر څخه راګرځیده، فلسطین ته لاړ او په اسلامی کنفرانس کی یې – چی داسلامی هیوادونو ترمنځ یې دیووالی دوېښته هومره نرۍ رشته رامنځته کړې وه – ګډون وکړ.

اقبال داسلامی وحدت دختمیدلو او مسلمانانو دځوړتیا لاملونه په دوو ټکو کی راخلاصول:

١- په دینی اصولو سترګی پټول او د لویدیز سیاسی او اقتصادی قوانینو ته غاړه اېښودل.

٢- دیوه اسلامی هیواد په بل هغه حملې.

هغه ددې لپاره چی دمسلمانانو ترمنځ یووالى رامنځته شی، درې نظریې ورکړې:

١- مسلمانان دی تر یوې واحدی مشرۍ لاندی را ټول شی.

٢- اسلامی هیوادونه دی دیوه فدراسیون په بڼه اداره شی.

٣- داسلامی هیوادونو ترمنځ باید اقتصادی، سیاسی او پوځی تړنونه وشی او نبوی تعلیماتو په بنسټ اړیکی ټینګی کړاى شی.

اقبال د درېمی نظریې په اړه خورا زیات ټینګار کاوو او ویل یې : که پورتنۍ دوې نظریې په اوسنیو حالاتو کی د تطبیق وړ نه وی، د دریمی هڅی خو باید وشی.

اقبال او سیاست:

اقبال، دامت د دبدبې په بیا احیاء کی په سیاست خورا زیات ټینګار کاوه، ده یوازی په ټینګار کفایت ونکړ بلکی خپله یې هم دسیاست په میدان کی هڅی وکړې.

نوموړی په هند کی د (تحریک خلافت) سره نژدې اړیکی درلودې. په ١٩٢٠ ز کال یې دهند ملی شورا کی برخه درلوده، په ١٩٢۶ ز کال دپنجاب قانون جوړونکې شورا ته شامل شو او په ١٩٣٠ ز کال د (اله اباد) په غونډه کی دمسلمانانو اتحادیې رئیس شو. ددې غونډی په جریان کی یې وینا وکړه او دلومړی ځل لپاره یې داسلامی تمدن دخوندیتوب او مسلمانانو لپاره دیوه مرکزیت په جوړلو ټینګار وکړ.

ښاغلی، داستعمار په وړاندی دهند او اسلامی نړۍ دمسلمانانو په ویښتابه کی خپل ټول وس وکاراوو. هیوادونو ته یې سفرونه وکړل، مناظرې یې وکړې، شعرونه یې ولیکل. علامه اقبال محمدعلی جناح ته په یوه لیک کی لیکی:

((زه داوسنۍ اوضاع او دمسلمانانو دشاته پاته والی یوازینى حل داسلامی شریعت بشپړ نفاذ ګڼم)).

هغه د ابوالحسن علی ندوی ته په یوه لیدنه کی وویل: هغه امت چی د ورته منسوبیدلو لپاره ځمکه ونلری، دغه شان امت په حقیقت کی دین او تمدن نلری، دین او تمدن دحکومت او ځواک له لاری رامنځته کېږی، دهند په نیمه لویه وچه کی دمسلمانانو دستونزو حل، همداسی یوه ځمکه ترلاسه کول دى.

اقبال، داسلامی ملت دبربادی علت دهغوى څخه دځان ورکیدل او پردی قانون ته غاړه ایښودل ګڼی، دى وایی:

تا خودى درسینۀ ملت بمرد

کوه کاهى کرد وباد او را ببرد

اقبال لاهوری، دمسلمانانو په شاته پاته والی کی دهغوى خوبوړى حالت او دپرمختیا لپاره لاس او پښی نه وهل، هم مهم بولی، وایی:

تو به پرواز پری نګشوده اى

کرمک استی زیرخاک آسوده اى

علامه اقبال، دنشنلیزم زیات خلاف و او هغه یې داسلام دسیاسی نظام سره ټکر باله، دى وایی:

((وطن پالنه دیو مادی څیز له عبادت څخه عبارت ده. اسلام په هیڅ شکل هم بت پرستۍ زغملاى نشی، بلکې دبت پرستی دټولو ډولونو پرضد پاڅون زموږ نصب العین دى. له همدې امله، اسلام چی دکوم څه دله منځه وړلو لپاره راغلى، هغه څه هیڅکله هم دمسلمانانو دسیاسی تنظیم بنسټیز اصل کیدلاى نشی)).

دډاکټر جاوید اقبال په وینا، علامه اقبال دیوه دولت داسلامی قانون په جوړېدا کی داجتهاد پلوى دى، نوموړى دقانون لاندی ټاکلی پارلمان ته داجتهاد حق ورکوی.

داقبال په نزد، د راتلونکی مجتهدین دقانون هغه ماهرین دی چې (اسلامی فقی) او نوی قانون پوهنی ترمنځ یې تقابلی څېړنه او مطالعه کړې وی. اقبال دسرمایه داری ترڅنګ داشراکیت، مارکسیزم او کمونیز هم خلاف و.

داقبال په اند، هر ټولنیز نظام چی له روحانیت څخه خالی وی، دانسانی ټولنی لپاره سکون راوړلاى نشی. دى وایی: داسلام اصل مقصد د ((روحانی جمهوریت)) قیام دى.

اقبال او اقتصاد:

په اقتصادی ډګر کی داقبال لومړى کار، دلندن اقتصاد پوهنځۍ سند و. له لندن څخه په راګرځېدلو هغه خپل لومړنى اثر د (اقتصاد) په موضوع کی چاپ کړ.

که څه هم اقبال یو مسلکی اقتصاد پوه نه و، خو چی کله په ١٩٢١ ز کال، دپنجاب دقانون جوړونکې شورا غړى وټاکل شو، نو داقتصاد په اړوند یې یو لړ ویناوی وکړې.ډاکټر جاوید اقبال، هغو ویناوو ته په کتلو او دده دنظریاتو له مخی وایی:

((اقبال کائنات له څلورو عناصرو اور،اوبه، هوا او ځمکی څخه تشکیل ګڼل، چې ددې ټولو مالک خداى دى. نو ځکه انسان په اصولی توګه دځمکی مالک نه بلکی یو موقت پالوونکى دى چی په وسیله یې ځان ته روزی ګټی. ددې اصولو اطلاق دى، په دولتی ځمکو او تصرفاتو هم کوی او غواړی چی دولت باید، دولتی ځمکی په بېوزلو بزګرانو دقسطونو په شکل ووېشی. ځمکوال ته هم باید دومره ځمکه ورکړل شی چی یوازى دى یې پاللاى شی.

دى، په لویو ځمکوالو او سرمایه دارانو د (ایګری کلچرل – میوه جاتو) دټیکس لګولو پیشنهاد کوی. دا ټیکس به دمالیې، عشر او زکات پرته وی.

اقبال فکر کوی چی په ځمکوالو داسلامی وراثتی قانون په تطبیق سره به دڅو نسلونو وروسته جاګیرداری ختمه شی.

تاریخ ته په کتلو، داسلام اقتصادی نظام، دفیوډالی په ځاى په مرکنټایل (تجارت) ولاړ و، یعنی اسلامی فقه کی دمال څخه مراد دسرمائې ترڅنګ ځمکه هم وه، علامه اقبال هم دسرمائې (کیپټل) یو مخ ورکه نه غواړی، بلکی د (مارکیټی اقتصاد) لپاره دسرمائې درلودل اړین ګڼی.

اقبال، په اقتصاد کی بیت المال ته خورا ارزښت ورکوی او صحیح وېش او استعمال یې د ډېرى مسلمان بېوزلو دکمیدلو چانس ګڼی.

اقبال او تصوف:

داقبال دتصوف عمده ټکى خودی ده. خودى دانانیت او تکبر په معنى نه بلکی خودی د (ځان پېژندنی) په معنى استعمالوی. دى دنبی علیه السلام دهغه حدیث شریف سره سم:( من عرف نفسه فقد عرف ربه)  چاچې ځان وپېژاند په تحقیق سره هغه خپل مالک او پالوونکى وپېژاند؛ تر هر څه وړاندی دنفس په پېژندنه ټینګار کوی:

پیکر هستی از خودی است

هرچه بینی ز اسرار خودی است

دى وایی:

((انسان چی خپل نفس درښتیانی مینی په فضل سره وپېژاند او ددغه معرفت آداب یې خپل کړل، نو دغه غلام ته به دپاچاهانو رازونه څرګند شی. دغه فقیر چی له زمریانو څخه یو زمرى دنړۍ له پاچاهانو څخه ډېر غوره دى)).

دى، دهغه کسانو په اړه چی رازق یې پیژندلی نه وی، وایی:(( که دی خپل رازق نه وپېژاند، واکمنانو ته به اړ وی چی هغه دی وپېژاند نو لوى پاچاهان به تاته اړ وی)).

دى درازق پېژندل داستغناء دپیدا کیدلو لامل ګڼی. دى وایی هغه کسان چی استغناء کوی هغوى په نفس پښه اېږدی او هغوى چی له خداى عزوجل پرته بل ته لاس نیسی دګیډړی په څېر عبادت کوی.

دى دمؤمن ځانګړنه شتمن نفس او فقیر ژوند ګڼی، وایی: هغه مسلمان چی په دین پوه وی هغه له الله عزوجل پرته بل چاته سر نه ټیټوی:

مسلمانی که داند رمز دین را

نساید پیش غیرالله جبین را

دشریعت او طریقت ترمنځ اړیکی په دومره په زړه پوری الفاظو بیانوی:

پس طریقت چیست اى والاصفات

شرع را دیدن به اعماق حیات

فاش می خواهى اګر اسرار دین

جز به اعماق ضمیر خود مبین

دى، رښتینی مؤمن هغه ګڼی چی خودى، فقر او عشق ولری، وایی:

کوئى اندازه کرسکتاهى اس کی زور بازو کا

نګاه مرد مؤمن سی بدل هوجاتی هین تقدیری

یقین محکم، عمل پیهم، محبت فاتح عالم

جهاد زندګانى مین هین یی مردون کی شمشیرین

((څوک دمؤمن دمټو په ځواک خبر دى، دهغه په کتلو سره تقدیر بدلیږی. هغه دپاخه یقین، نیک عمل او نړی نیوونکی عشق څښتن دى. د هڅاند ژوند په جریان کی همدا دنارینه توره ده او په همدې سره میدانونه نیسی)).

اقبال په ځینو هغو پیرانو چی داغراق په نوم چټیاټ وایی او یا دشرعی خلاف کارونه کوی، بد وایی خو دسماع او وجد په اړه بیا وایی چی: صحابه به هم دجهاد په میدان کی په اسونو باندی لړزې، خوځښت او ارام نیول.

اقبال او ادب:

په ادبیاتو کی دعلامه اقبال ځاى له هیچا پټ نه دى. که څوک د پارسی ادبیاتو تاریخ لولی، نو دمعاصر ادب په ونډه کی به، دده مقام د لمر په څېر روښانه ووینی. دده پارسی شعرونو داوسنی پارسی ادب، پراخه برخه نیولې ده.

له پارسی پرته په اردو ادب کی هم اقبال، زیاته ونډه درلوده. بال جبرئیل، ضرب کلیم او بانګ دارا شعری ټولګی یې داردو ادب دلوستونکو لومړۍ مطالعه وی.

که ووایو چی اقبال لاهوری، په عربی ادبیاتو هم اغېز پرېښى، ښایی مبالغه به مو کړې نه وی. داقبال لاهوری شعری ټولګی دښاغلی ډاکټر عبدالوهاب عزام او وتلی لیکوال ابوالحسن علی ندوی له لوری عربی ته وژباړل شوې او هلته پرې دادب مینوالو خپله تنده خړوبوله او خړوبوی یې.

علامه اقبال، دادب او ځواک په اړه یې، وایی:

((ادب دالله له بخښنو څخه یوه موهبه ده، لوى ځواک دى، چی په وسیله یې خاوند په ټولنه کی انقلاب راوستلاى شی. ادب فکری پاڅون ته لاره برابروی. فاسده اوضاع په پرېکنده ګوزار وهلى شی.

داچی ادب له جذباتو سره کار لری، په افکارو اغېز کوی، نو باید دیوه ادیب او شاعر په قلم کی هغه اغېز وی چی دموسى علیه السلام امساء درلود)).

اقبال لاهوری، په دې اند دى چی شاعر دیوه ملت زړه دى، نو ځکه وایی:

شاعرى اندرسینۀ ملت چو دل

ملتى بى شاعرى انبار ګِل

سوزومستی نقشبند عالمى است

شاعر بى سوز ومستى ماتمى است

بیا وایی:

دشاعر په هغې ترانه او د سندرغاړی په هغه اواز کی خیر نشته چی په ټولنه کی ژوند او جذبه خپره نکړی.

علامه اقبال، باوری دى چی که دیوه ملت ادبیات سم نه وی، دملت تاداونه یې هم وراسته وی. دى وایی:

((که دیوه ملت ادبیات، موسیقی، رسامی او معماری په سالم بنیاد ولاړه نه وی، هغه ملت دبربادی لور ته ځی)).

وایی:

((دعلم او ادب دهنرونو دښګېڼی په وجه په ژوند کی همیشنى حرمت پیدا کېږی)).

او اقبال باورى دى چی که شاعر، په رښتیا شاعر وی نو بیا خو دپیغمبر دوراثت حق لری:

شعر را مقصود اګر ادم ګرى است

شاعرى هم وارث پیغمبری است

اقبال، لویدیز او دلویدیز ښوونیز نظام :

اقبال لاهوری د لویدیز دتهذیب بد ټکى، په مادیت باندی دهغوى اتکاء ښیی. اقبال وایی: په دې تمدن کی دانسانی اخلاقو او روحانی ارزښتونو هیڅ قدر نشته.

تمهاری تهذیب اپنی خنجر سی آپ هی خودکشی کری ګی

جو شاخ نازک بنی ګے ناپایدار هوګی

((ستاسو تهذیب به خپله ځانوژنه وکړی، ځکه نازکی څانګی ماتیدونکی وی)).

نوموړى د لویدیزی تمدن دشعار په اړه وایی: ددې تمدن شعار په انسانیت حمله او دبشری نوعی له منځه وړل دی او نړۍ به تر هغې دنیکمرغی مخ نه ووینی ترڅو دا نوى تمدن چپه شوى نه وی.

دلویدیزی تمدن داغېز په اړه نظر لری:(( هغه تمدن چې دمرګ غاړی ته رسیدلى وی، نشی کولاى بل څوک ژوندى کړى. هغه، دختیزو هیوادونو په اړه ناسمی پرېکړی وکړې. دشام ورکړى عفت، رحمت او عزت په بدل کی یې ختیز ته شراب، قمار، فجور او زناکاری ښځی وړاندی کړې)).

دا چی علامه اقبال خپله، دماسټری او دوکتورا دورې زده کړی په لویدیز کی وکړې، نو ځکه ورته دلویدیز دتعلیم اغېز په ښه توګه معلوم شوى و، دى یې په اړه وایی:

((دلویدیزی زده کړو نظام، ددین دخلکو او ځوانمردی په خلاف دسیسې باندی ولاړ دى)).

بیا وایی:

خوش تو هین هم بهی جوانو کی ترقی سے مګر

لب خندان سے نقل جاتی هے فریاد بهی ساتهـ

هم سجمتهے هے که لاى ګے فراغت تعلیم

کیا خبر تهی که چلا آئے ګی الحاد بهی ساتهـ

(( د ځوانانو په پرمختیا موږ هم خوښ یو، خو دموسکو شونډو څخه مو فریاد هم وځی، فکر مو کاوه چی هغوى به د زده کړو څخه فارغ راشی خو نه پوهیدو چی ترڅنګ به الحاد هم له ځان سره راوړی)).

بل ځاى وایی:

((ځان له دې بدی څخه لری وساته، ځکه هغه علم چی ته یې لولې، کولاى شی دامت ټول روح ووژنی)).

علامه اقبال هغوى ته چی دلویدیز څخه اغېزمن  او په اسلام بې باوره دی، وایی:(( ستا وجود دفرنګی غوښتنو ځلا ده، ځکه ته داسی ماڼۍ یې چې هغوى بنا کړې یې، دغه عنصری جسم دتنفس له مصر، مغزو ته فارغ دى. ته له توری پرته ښکلې تیکه یې، ستا په نظر دالله وجود ثابت نه دى او زما په نظر ستا وجود ثابت نه دى)).

اقبال او نشنلیزم:

اقبال لومړیو کی دنشلنیزم هوا متاثره کړى و، خوځینو درنو ښوونکو او حقایقو ورته سترګی رڼې کړې، ویې لیدل چی نشنلیزم داسلامی امت دوېشلو لپاره داستعمار یوه بهانه او دهغوى داستثماری موخو لپاره ښهوسیله ده. دى له هغې ورځی دنشنلیزم له تنګ چوکاټ څخه داسلام پالنی پراخی ساحې ته داخل او دیوه مسؤل مسلمان دندی یې حس کړی، له دې دندو څخه یوه هم دنشلنیزم خلاف مبارزه او دبت پرستۍ دا ډول له منځه وړل و. دى وایی:

((اسلام دبت پرستۍ پر ضد دیوه پاڅون په شکل راپورته شوى. وطن پالنه هم دبت پرستۍ یو ډول دى. دمختلفو قومونو وطنی ترانې زما ددې خبری ثبوت دی چې وطن پالنه دیو مادی څیز له عبادت څخه عبارت ده. اسلام په هیڅ شکل هم بت پرستۍ زغملاى نشی، بلکې دبت پرستی دټولو ډولونو پرضد پاڅون زموږ نصب العین دى. له همدې امله، اسلام چی دکوم څه دله منځه وړلو لپاره راغلى، هغه څه هیڅکله هم دمسلمانانو دسیاسی تنظیم بنسټیز اصل کیدلاى نشی، دنبی علیه السلام له خپل ټاټوبی او زیږون ځاى (مکی) څخه مدینی ته هجرت کول هم ددې خبری نښه ده)).

علامه اقبال لاهوری، نشنلیزم ددښمنانو له لوری هغه تپل شوى فکر بولی چی مسلمانان دوطن په فکر بې مرکزه کوی خو هغوى خپله یوه مرکز راټولیږی:

لرد مغرب آن سراپا مکر وفن

اهل دین را داد تعلیم وطن

او به فکر مرکز وتو در نفاق

بګذر از شام وفلسطین وعراق

بل ځاى بیا وایی:

نرالا ساری جهان سے اس کو عرب کی معمار سے بنایا

بنا هماری حصار ملت کی اتحاد، وطن نهین هی

(( هغه ټوله نړۍ دعرب معمار په وسیله جوړه کړه، ځکه نو زموږ داتحاد ټکى وطن نه دى)).

اقبال لاهوری باور لری چی مسلمان باید په اقلیم او سرحد کی رابند نشی:

مسلم استی دل به اقلیمی مبند

ګم مشو اندر جهان چون وچند

مى نګنجد مسلم اندر مرز وبوم

در دل او یاوه ګردد شام و روم

اقبال او فلسفه :

اقبال، دسترو مسلمان فیلسوفانو څخه دى، دده فلسفه له قرآن څخه سرچینه اخلی، دده فلسفه دعرفان جامه لری.

دى اسلامی فلسفه، دیونانې هغې څخه بېله حتى دهغې په وړاندی بولی او وایی: ((قرآنی روح له یونانی فلسفې سره سازګار نه دى.  یونانی فلسفه نظری امور او قرآن عینی چارو ته توجه لری. داچی مسلمانان دقرآن دفهمولو لپاره له یونانی فلسفې څخه ګټه اخلی، دایوه ناکامه هڅه ده)).

اقبال، دفلسفې او اسلامی تمدن ترمنځ دیوې پرلپسیې جګړې او تصادم زیږنده، ځینی تجربې، مشاهدې او علمی روشونه بولی. ددې تجربو نمونې بیا په علمی ډګر جاحظ او ابن مسکویه، په تکاملی نظریه کی بیرونی، دزمان او ریاضیاتو په مسئله کی خوارزمی، په جبر او اعداد کی عراقی او په دینی ارواپوهنه کی خواجه محمدپارسا ګڼی.

دى فلسفه نه یوازی داسلامی روح سره په ټکر کی بولی بلکی فلسفه دحقایقو په مخ ګرد او حجاب بولی، دى خپل یوه ملګری ته چی دهیګل پیرو و، لیکی:

((حکمت او فلسفه بل څه نه دی، مګر دحقیقت لپاره حجاب. لریوالى زیاتوی او بحثونه مو روح له منځه وړی. دغه هیګل چی ته یې ډېر درناوى کوی، نظام یې له وهمونو پرته بل څه نه دى. فلسفه کی دنړۍ دویښولو ځواک نشته، دفلسفې خلاف دین هغه ځواک دى چې دانسان ژوند جوړوی)).

اقبال او افغانستان:

ښاغلى اقبال، دڅو لاملونو له مخی افغانانو او افغانستان ته ځانګړى درناوى درلود چی له هغو لاملونو څخه :

١- داچی اقبال خپله هم دخپلواکۍ دلاری مجاهد و، دخپلواکی دلاری ټولو لارویانو باندی مین و. هغه، هر هغه څوک چی داستعمار سره یې ډغری وهلې او سر یې نه ټیټاوه، دسترګو تور ګاڼه او په افغانانو کی خو نو دا ځانګړنه له نیکونو پاتې وه، څو ځلې یې استعمار سره ډغری وهلې وی، مات کړی یې و او تر دې چی دهند دلویې نیمی وچی مسلمانانو سره یې هم د ازادی په اخستلو کی مرستې کړې وی، همدا څه و چی اقبال یې افغانانو او افغانستان ته عقیدتمند کړى و.

٢- داقبال ایډیال او بېلګه ایز شخصیتونه زیاتره دافغانستان و، لکه: امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله، مولانا جلال الدین بلخی او سیدجمال الدین افغانی.

٣- دا چی افغانستان او هند له اوږدې مودې راهیسی ګډه پوله درلوده او دهند له مسلمانانو سره یې دین، مذهب او تر څه حده کلتور مشترک و. دتاریخ په مختلفو پیرونو کی افغانانو ورسره مرستی کړې وی، هغوى یې دبلا له پنجو ژغورلی و او دافغانستان په خاوره کی یې ورته دهستوګنی ځایونه ورکړی و، همدا شان یې داقبال په مهال هم ملتونو یو له بل سره دخپلواکی په ساتلو او اخستلو کی مرستې کولې، مشوری یې سره درلودې او تر دې چی دافغانستان واکمن (نادرخان) دهند د دریو سترو عالمانو څخه چی یو هم پکی علامه اقبال و، دافغانستان دلیدلو غوښتنه وکړه او له هغوى سره یې په ښوونیز نصاب او بیلا – بیلو سیاسی موضوعاتو کی مشورې وکړې. همدا شان هغه مهال په اسلامی نړۍ  او اسیایی هیوادونو کی دافغانستان مقام او موقف، هم داقبال سترګی افغانستان ته اړولې وی.دې ټولو لاملونو اقبال اړ کړى و، چی ووایی:

آسیا پیکر آب وګل است

ملت افغان در آن پیکر دل است

از فساد او فساد است اسیا

در کشاد او کشاد آسیا

اقبال چی کله دالمانی شاعر ګویته دشعر په خلاف د پیام مشرق قصیده ولیکله نو دا هغه زمانه وه چی په نژدې کلونو کی یې امان الله خان له انګریزانو خپلواکی اخیسته وه. د امان الله خان دې کار په هندی مسلمانانو کی هم جذبه پارولې او دوېښتیا تحریکونه په پورته کیدلو وو، دامان الله خان له میړانی او استعمار ضد هڅو څخه اقبال هم ډېر اغېزمن شو نو ځکه یې دا قصیده هغه ته ددې بیتونو ترڅنګ ډالۍ کړه:

اى امیر کامګار اى شهریار

نوجوان ومثل پیران پخته کار

چشم تو از پردګیها محرم است

دل میان سینه ات جام جم است

عزم تو پاینده چون کسهار تو

عزمتو اسان کند دشوار تو

همت تو چون خیال من بلند

ملت صد پاره را شیرازه بند

هدیه از شاهنشهان داری بسی

لعل ویاقوت ګران دارى بسی

اى امیر بن امیر بن امیر

هدیه اى از بینوائی هم پذیر

اقبال لاهوری په ١٩٣٢ ز کال، دنادرخان پاچا له لوری افغانستان ته وبلل شو. هلته یې دافغانستان له مهمو ځایونو څخه لیدنی وکړې، کابل، غزنی او کندهار کی وګرځېد. دسلطان محمود غزنوی، حکیم سنائی، احمدشاه بابا په قبرونو او خرقی شریفه کی یې قصیدې وویلې، هغه قصیدې دمسافر نومی شعری ټولګه کی چاپ شوې او چی کله نادرخان پاچا ووژل شو، هغه ته یې یو شعر ولیک.

په افغانستان کی دګرځېدا په مهال ورته دافغانانو ددومره ښو ځانګړنو باوجود ناکامی علت معلوم شو، دى وایی: ((افغانان دې ته اړتیا لری چی یو څوک یې له قبیلویت څخه خلاص کړی او ملی وحدت ته یې راوبولی)).

وړاندی مو یاده کړه چی افغانانو ته داقبال دعقیدت په لاملونو کی یو هم په افغانستان کی دهغه بېلګه ایز شخصیتونه و، په دې شخصیتونو کی یو مولانا جلال الدین بلخی دى چی ابوالحسن على ندوی یې داقبال دشخصیت جوړونی په لاملونو کی یو مهم لامل ګڼی. علامه اقبال هم په خپلو شعرونو کی له پیل څخه تر پایه داخبره وار- وار تکراروی او وایی:

پیر رومی مرشد روشن ضمیر

کاروان عشق ومستی را امیر

منزلش برتر زماه و آفتاب

خیمه را از کهکشان سازد طناب

از نى آن نى نواز پاکزاد

باز شوری در نهاد من فتاد

دوهم افغان شخصیت چی علامه اقبال ورڅخه په فکری لحاظ اغېزمن و، سیدجمال الدین افغانی دى. دى دسید په اړه وایی: ((اوسنۍ زمانه کی چی زما په نظر څوک د مجدد کیدلو حق لری، هغه سید جمال الدین افغانی دمسلمانانو دویښتابه بنسټګر دى)).

داقبال مینه له افغانستان سره، افغانانو هم درک کړې وه، دده په ژوند او وروسته یې دده قدر کړى، په اړه یې لیکنی کړې او بچیانو ته د ورپېژندلو لپاره یې دافغانستان په ښوونیز نصاب کی ځاى ورکړى دى. هغه افغانان چې دعلامه اقبال په اړه یې لیکنی کړې دی، په دې توګه یادولاى شو: سرورګویا، على احمد درانى، محمدسکندرخان، عبدالله بختانى، عبدالحق بیتاب، محمدابراهیم خلیل، دستګیرخان مهمند، خلیل الله خلیلی، عبدالهادی داوی، عبدالحى حبیبی، قیام الدین خادم، سیدقاسم رشتیا، غلام جیلانی اعظمی، ګل پاچا الفت، عبدالروف رفیقی، عبدالباقی هیله من غزنوی، ډاکټر مطیع الله امانزى او …

له دې پرته په افغانستان کی څو ځلی دعلامه اقبال دژوند او فکر په تړاو، غونډی جوړی شوې دی چی وروستۍ لویه غونډه په ١٣٨٩ هـ کال داطلاعاتو او کلتور وزارت له لوری په کابل کی جوړه شوه.

سرچینې:

١- داقبال لاهوری کلیات (اسرار خودی، رموز بیخودی، زبورعجم، ګلشن راز جدید، بندګی نامه، پیام مشرق، جاویدنامه، پس چه باید کرد اقوام شرق، مسافر او ارمغان حجاز شعری ټولګی)، انتشارات پیمان، دریم چاپ ١٣٨٧ل.

٢- دعلامه اقبال ادبی شهکارونه، ابوالحسن على ندوی، ژباړن: عبدالحکیم امل، میوند خپرندویه ټولنه، ١٣٩٠هـ ل.

٣- اقبال در آیینۀ عرفان، عبدالباقی هیله من غزنوی، بنګاه انتشارات امیری، ١٣٨٧هـ ل.

۴- علامه اقبال ژوند او افکار، ډاکټر مطیع الله امانزى، eslahonline.net

۵- وہکامجواقبالادھورےچھوڑگئے،ڈاکٹرجاویداقبال، urduweb.org/mehfil

۶- علامه اقبال لاهوری عارف، متصوف و فیلسوف شرق، afghanmaug.net

٧- علامه اقبال فرزندګرامى شرق، امتیاز.

٨- اى جوانان عجم! جان من وجان شما، شهرام ابهری، tebyan.net

٩- اقبال لاهوری، fa.wikifedia.org

۱۰- اسلامی وحدت دعلامه اقبال له نظره، Pashto.irib.ir

 

 

 

لیکوال : شهید بشیراحمد ریان

 

 

 

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=36899

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




5 + 4 =