عطا محمد نور: که د بهرنیانو لاسوهنه نه وی، ارګ په درې ورځو کې نیسو

  • خپرول: ۱۰ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 87434

د جمعیت اسلامی اجرائیه رییس حکومت ته خبرداری ورکوی او وایی؛ که د بهرنیانو لاسوهنه نه وی، ارګ په درې ورځو کې نیسو.
د بلخ پخوانی والی او د جمعیت اسلامی اجرائیه رییس عطا محمد نور له آریانا نیوز سره په ځانګړې مرکه کې د تېر په څېر د خبردارۍ پر ژبه غږیږی او خپله غصه څرګندوی؛ خو دا ځل لږ جدی دی او وایی، که بهرنیان مداخله ونکړی، ارګ په درې ورځو کې پرته له وسلې نیسو.
عطا محمد نور تېر کال د ده د څرګندونو له مخې په یوه هوکړه کې د بلخ له ولایت څخه استعفا ورکړه.
اوس تصور کوی، چی په دی هوکړه کې د بدلون هڅې روانې دی.
نوموړی ولسمشر او کورنیو چارو وزیر ګواښلی، چې له حکومت سره د ده کړې هوکړه باید عملی کړی، که نه هېواد د کړکېچ لوری ته ځی.
عطامحمد نور وایی، چې په روانو ټاکنو کی هم حکومت راته ژمنې کړی دی. که هغه ژمنې عملی نشی تر مرګه به یې په وړاندی ودریږی.
ولسمشرۍ د نوموړی د څرګندونو په اړه تر دې دمه څه ندی ویلی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87434

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *