عطا محمد نور وایی، د ده او دوستم تر مشرۍ لاندې نوی جوړ شوی ایتلاف به په کابل کې فعاله شی

  • خپرول: ۱۵ ثور ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 56791


Fb-Button

تاند- د بلخ پخوانی والی عطا محمد نور نن اعلان وکړ چې د ده او جنرال دوستم په مشرۍ په ترکیه کې د لوی کندهار، لویې پکتیا او لوی مشرقی د استازو په ګډون یو نوی ایتلاف جوړ شوی دی.

عطا محمد نور په خپله فیسبوکپاڼه کې ویلی چې ده او د اپوزیسیون نورو مشرانو له جنرال عبدالرشید دوستم سره (د افغانستان د ستر ملی ایتلاف) په نوم د یوې نوې ټلوالې پر جوړولو سلا کړې ده.

د عطا محمد نور په وینا دا ټلواله د اسلامی جمعیت، ملی غورځنګ (جنبش) او د افغانستان د خلکو د ملی وحدت ګوند په محوریت د «لوی کندهار شورا»، د لویې پکتیا شورا» او «د لوی مشرقی شورا» په ګډون جوړه شوې ده.

د دوی په عکسونو کې د عطا محمد نور، جنرال عبدالرشید دوستم، او احمد ضیا مسعود ترڅنګ د افغانستان د خلکو د ملی یووالی (وحدت) ګوند مرستیال محمد ناطقی، د ولسی جرګې دوهم مرستیال همایون همایون، د دې جرګې دوه نور غړی ظاهر قدیر، حمیدزی لالی او انوارالحق احدی لیدل کېږی خو د احدی د ګوند یادونه نه ده شوې.

عطا نور ویلی چې د ازادو او عادلانه انتخاباتو ترسره کېدل، د سولې د خبرو پیلېدل او په دولت کې د اصلاحاتو راوستل د دې ایتلاف اساسی هدفونه دی.

عطا محمد نور، چې د جمعیت ګوند اجرایی رییس هم دی، ویلی چې دا ټلواله به ژر په کابل کې خپل فعالیت پیل کړی.

تر دې وړاندې هم د جنرال دوستم، عطا محمد نور او محمد محقق په ترکیه کې د افغانستان د ژغورنې په نوم ایتلاف جوړ کړی و او ویلی یې و چې ژر به دا ټلاله په افغانستان کې دننه په یوه ستره غونډه کې اعلان کړی.

اړوند مطالب


انوارالحق احدی د ایتلاف د جوړولو لپاره په ترکیه کې له دوستم سره وکتل


د دوستم او نور په ګډون یو نوی ایتلاف اعلان شو


د محقق، دوستم او نور ایتلاف به ژر په افغانستان کې اعلان شی


محقق په انقره کې له جنرال دوستم سره د هیواد پر حالاتو او خپل ایتلاف خبرې وکړې

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=56791

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *