عطا محمد نور اسدالله خالد او مسعود اندرابی ته خبرداری ورکړی

  • خپرول: ۲۹ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 109344

د بلخ پخوانی واکمن او د جمعیت اسلامی اجراییه مشر عطامحمد نور د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سرپرستانو ته تازه خبرداری ورکړی دی.
هغه تېره شپه پر خپله رسمی فیسبوک‌پاڼه د نوی کال په مناسبت خپره کړې ویډیو کې ویلی، دې دواړو وزیرانو ورسره یوه هوکړه کړې او که عملی نه‌شی نو اقدامات به وکړی.
د ارګ او نور تر منځ وروسته له هغه بیا ناندرۍ ژبغړاندې شوې چې څو ورځې وړاندې دې ولایت ته نوی امنیه قومندان معرفی شو او عطامحمد نور، یې مخالفت وکړ.
عطامحمد نور ویلی، چې د بلخ له نوی معرفی شوی قومندان سره کومه ستونزه نه لری او نه هم «هغه بېچاره» پېژنی؛ خو په وینا یې ارګ له ده سره کړې هوکړه تر پښو لاندې کړې ده.
د کورنیو چارو وزارت له درې ساعته جګړې وروسته وتوانید چې خپل نوی قومندان د قومندانۍ تر چوکۍ ورسوی، چې سمدستې ورپسې د دفاع او کورنیو چارو سرپرست وزیران اسدالله خالد او مسعود اندرابی هم د عطامحمد نور حضور ته ورغلل.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=109344

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *