عزیزالله کاروان په کابل کې په یوه وسله وال برید کې ووژل شو

  • خپرول: ۷ سرطان ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 66275


Fb-Button

تاند – په پکتیکا کې د ځانګړیو ځواکونوقوماندان عزیزالله کاروان د کابل ښار په مکروریان سیمه کې ووژل شو.

پېښه نن /د سرطان ۷مه/ د ماښام خواوشا ۸:۳۰ بجې د درېیمو مکروریانو په سیمه کې وشوه، او طالبانو رسنیو ته ویلی چې په کاروان باندې هغوی ډزې کړی دی.

مکروریان د کابل له ګرین زون یا امن ساحې څخه وروسته د کابل ښار ډېره امن لرونکې سیمه بلل کیږی.

د کابل ښار د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزی وایی، چې د درېیمو مکروریانو په فردوسی پارک کې وسله والو ډزې کړی چې دوه کسان یې وژلی او د یوې ښځې په شمول درې تنه نور یې  ژوبل کړی دی.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش هم منلې ده چې د پکتیکا د ځانګړیو ځواکونو قوماندان نن په کابل کې وژل شوی دی.

ویل کیږی، چې په کاروان باندې په تېرو څو کالونو کې د ۱۳ځانمرګو بریدونو په شمول په لسګونو ځلې بریدونه شوی ول خو نوموړی ترې روغ وتلی وو.‌

اړوند مطالب


په کابل کې د بهرنیو پوځیانو پر کاروان موټربمی برید وشو


افغان هوایی ځواک په کندهار کې د طالبانو د موټرو پر کاروان په برید کې ۳۰ وسله وال وژلی


د ناټو ځواکونو پر کاروان په انتحاری برید کې ۳ افغانان او ۲ بهرنی پوځیان ووژل شول


د کابل پر مکروریانو راکټی برید وشو

onesignal_meta_box_present:
۱
onesignal_send_notification:

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=66275

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *