عزیزالله فضلی د کرکټ د نوی مشر په توګه وټاکل شو

  • خپرول: ۲۸ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 84664

ولسمشر محمد اشرف غنی د یوه حکم له مخې، عزیز الله فضلی د افغانستان د کرکټ بورډ نوی رئیس په توګه ټاکلى دى.
له ارګه په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر محمد اشرف غنی دا حکم رالېږل شوی دی.
په حکم کې راغلی، چې د اساسی قانون د ۶۴ مې مادې د ۱۳ مې فقرې له مخې، د افغانستان د کرکټ بورډ د نوی غړی او رئیس په توګه د عزیز الله فضلی ټاکل منظور دی.
خبرپاڼه زیاتوی، چې ښاغلی فضلی د شکر الله عاطف مشعل پر ځای د افغانستان د کرکټ بورډ نوی رئیس په ټوګه ټاکل شوی دی.
ښاغلی فضلی تردې مخکې د افغانستان په کرکټ بورډ کې یې د مرستیال او سلاکار په توګه دندې ترسره کړی دی.
د افغانستان کرکټ بورډ تر اوسه په رسمی ډول په دې اړه څه نه دی ویلی.
د افغانستان په کرکټ بورډ کې باخبری سرچینې تر دې مخکې ویلی و چې ورډ مشر عاطف مشعل به په راتلونکو څو ورځو کې له خپلې دندې لاس پر سر شی .

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=84664

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *