عروضی توکی | لیکوال: اربازخان ساپی  

  • خپرول: ۶ سنبله ۱۳۹۶
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 33552

د پخوانیو تعریفونو پر اساس کله چې د عروضی توکو نوم اخلو، نو حتماً مو ذهن د یو اواز او ګرافیم (شکل) په لټه کې وی، چې په اصل کې دا توکی نه ځانګړی اواز لری او نه هم ځانکړی ګرافیم.

زموږ زیاتره ژبپوهانو عروضی توکو ته د نازنځیری (غیرکتاریز)، مقطعیی، او عروضی نومونه کارولی دی، که څه هم دا نومونه دومره بده نه ښکاری، خو دا چې عروضی توکی د فونیم برخه ګڼل، نو دا بیا سمه نه ښکاری.

زموږ په زیاترو لیکل شویو ګرامرونو کې عروضی توکی د فونیم په نامه یاد شوی دی، په هغو کتابونو کې یې فونیم پر دوو برخو وېشلی دی: لومړی هغه اوازونه چې د وینا په وخت کې پرلپسې او پیوسته سره لیکل کېږی او لوستل کېږی او د یوې ژبې اساسی عناصر تشکیلوی، چې دا اوازونه د زنځیری اوازونو په نوم یادوی.(۴۰:۳) او بل یې هغه اوازونه دې چې په لیکنې ډول نه څرګندېږی یعنې موږ نه شو کولی چې په لیکنه کې هغه څرګند کړوبلکې د ویونکو له خبرو موږ ته څرګندېږی، چې دا اوازونه د نازنځیری اوازونو په نامه یادوی.(۶۳:۹)

لومړی به پر فونیم بحث وکړو او وروسته به یې له عروضی توکو سره پرتله کړو.

فونیم (اواز- واج – واک)  په یوه ژبه کې ترټولو کوچنی غږیز واحد دی چې په خپله کومه مانا نه لری ، بلکې په مانیز توکو کې مانیز توپیر پېښوی؛ د بېلګې په توګه: (ت) په پښتو کې یو اواز دی چې یوه کلمه تور یې له بلې کلمې (پور) څخه توپېر کړی دی.(۹:۷)

د فونیم په اړه د مختلفو ژبپوهانو نظر:

Leonard Bloom Field دفونیم تعریف داسې کوی: ترټولو کوچنی غږیز واحد چې مشخصه صوتی بڼه ولری فونیم بلل کېږی. نوموړی د یو اواز بڼې د ډلو او بنډلونو په څېر پېژنی او د همدغو ډلو او بنډلونو په باره کې غږېږی.

ارواښاد پوهاند تږی بیا فونیم داسې تعریفوی: هغه تر ټولو جزیی توپیر چې کولای شی د بېلابېلو معناګانو معمول الفاظ یو له بله بېل کړی، هغه د یو واحد فونیم فرق دی ؛لکه : د کور او ګور په کلمو کې .

ارواښاد نور احمد شاکر په دې باب داسې وایې: فونیم یو واحد شی نه دی ، بلکې زیاتره اوازونه د اوازونو مجموعه ده، یعنې څو ډوله اوازونه سره یوځای کیږی بیا یو اواز ځېنې جوړېږی، چې دغه اوازونو ته په ژبپوهنه کې فونیم وایی.

ډاکتر هربرت پنزل د فونیم د پېژندې په برخه کې داسې وایی: فونیم(صوتی واحد) د وینا هغه اساسی غږ دی چې د استعمال په بېلابېلو مواردو کې متغیر تلفظونه لری او د یوې صوتی بڼې جز دی.

د پورتنیو تعریفونو په رڼا کې فونیم دا لاندې خصوصیات لری:

۱: ځانګړی غږ  ۲: ځانګړی شکل  ۳:په کتاریز ډول یو په بل پسې راتګ   ۴: د معنا لرونکو ژبنیو واحدونو (مورفیم او کلمه) غږېزه بڼه جوړوی.   ۵: معنا لرونکی ژبنی واحدونه سره بېلوی  ۶: ټول غړی یې په صوتی لحاظ غږیز مشابهت سره لری . خو عروضی توکی دغه ټولې ځانګړنې نه لری.

عروضی توکی په ارو فونیمونو باندې تپل کېږی او د هغوی په مرسته ادا کیږی ، یعنې یو بل فونیم ته اړتیا لری چې باید د هغه پر بنسټ خپل اغېز وښیی.

په کلمو کې د فونیم د ځای په بدلون سره تل د کلمې معنا تغیر کوی؛لکه: د (کور او ګور) کلمې چې د یو فونیم په بدلون سره یې معنا کې بدلون راغلی. خو عروضی توکی بیا ځینې وخت د ځای په بدلون سره یې معنا تغیر کوی او ځینې وخت یې نه کوی؛ لکه: د (ښکاری) په کلمه کې ، که چېرې د (ښکَاری) پر لومړۍ څپه فشار راشی نو فعل حال دی، یعنې د لیدل کېږی یا څرګندېږی په معنا، که پر دویمې څپې (ښکارَی) باندې فشار راشی د نوم حیثیت لری یعنې ښکارکوونکی. په پورتنی بېلګه کې د خج(فشار) په بدلون سره د کلمې په معنا کې بدلون راغی. خو ځینې داسې کلمې هم شته چې د خج (فشار) په بدلون سره د کلمې په معنا کې هېڅ ډول بدلون نه راځی؛ لکه: د (پوهنتون) په کلمه کې ، که چېرې د (پوهنتون) د کلمې پر لومړۍ او یا هم وروستۍ کلمه فشار راشی نو په معنا کې یې هېڅ بدلون نه راځی.

نو پس ویلی شو چې عروضی توکی له فونیمونو جلا ځانګړتیاوې لری او هېڅکله یې په یوې کټګورۍ کې نه شو راوستلای.

د عروضی توکو په بحث کې چې لومړی څېز چې مخې ته راځی هغه څپه یا هجا ده، اړینه برېښی چې لومړی پر څپه بحث وکړو.

څپه(هجا – سېلاب)

څپه هغه ژبنی واحد دی چې له یوه خپلواک یا د یوه خپلواک او یو ناخپلواکو غږونو له یوځای والی څخه منځته راځی. (۴۳:۳) ؛ لکه : د (ابا) په کلمه کې چې لومړی(ا) واول د یوې څپې او (با) یې د دویمې څپې حیثیت لری یا په بله وینا څپه یا هجا د اوازونو هغې مجموعې  یا یوه اواز ته ویل کېږی چې په یو وار سره تر خولې ووځی او کوم بندښت پکې رانه شی.(۶۵:۹)

په څپه کې تر ټولو مهم توک خپلواک غږ دی چې پرته له خپلواک غږ څخه څپه نه جوړېږی د مثال په ډول: د شخوند(xwandŠ) کلمه چې یو واول لری او پنځه بېواک غږونه او په یو وار له خولې څخه راوځی او په پښتو کې ترټلو اوږده ترینه څپه ګڼل کېږی. هېره دې نه وی چې په یوې کلمې کې څپه د واولونو د شمېر له مخې حسابېږی.

د څپې ډولونه: څپه پر دوه ډوله ده:

۱ – تړلې څپه: مخکې مو وویل چې څپه له یوه واول او څو کانسوننټونو څخه جوړه شوې ده ، نو پر دې اساس څپې کله په خپلواک او کله هم په بېواک غږ پای ته رسېدلې وی. هغه څپې چې په بېواک غږ پای ته رسېدلې هغه څپې ته تړلې څپه وایی ؛ لکه: (لمر) چې د (ر) په بېواک غږ پای ته رسېدلې نو دې څپې ته تړلې څپه وایی.

۲ – ازاده څپه:هغې څپې ته ویل کېږی چې په خپلواک غږ پای ته رسېدلې وی، ځکه چې د ادا په وخت کې یې وروستی توری یعنې د واول د ادا سره خوله یو ډول ازاده پاتې کېږی ؛لکه : د (ښځه) په کلمه کې چې دوه څپې لری، (ښه) او (ځه) دواړه څپې یې په خپلواکو غږونو پای ته رسېدلی دی دغه څپو ته ازادې څپې وایی.

زموږ زیاتره ژبپوهان څپه د عروضی توکو برخه ګڼی چې په اصل کې داسې نه ده. څپه نه د عروضی توکو کومه ځانګړنه لری او نه هم کوم مانیز ارزښت لری.  اصلی او اساسی دنده یې د پښتو نظمونو اندازه کول دی ، ځکه چې د پښتو ژبې د نظم سیستم څپیز خجیز دی. په دې اند علامه حبیبی لیکی: « پښتو اشعار لکه نور پخوانی اریایی شعرونو د هجا په حساب وو، د ویدا او اوستا او نورو پخوانی پهلوی کتابو ټول اشعار هجایی وزن لری.» (۱۶:۶) د حبیبی له نظره پښتو شعرونه پر څپو تقطېع او وېشل کېږی، موزون او ناموزون یې سره بېلېږی، خو دا هم اړین برېښی چې خج هم په پام کې ونیول شی. د پښتو د نظم یوه قاعده ده چې باید د یوه بیت د دواړو مسرو وزن سره مساوی وی او دا وزن یوازې او یوازې د څپې په وسیله اندازه کیږی. د شهنواز باقر یو بیت د مثال په توګه راوړو:

زما اوستا محبت نــور هـم انتها تـه رسـی

ګل مې نیولی دی خو ستا په انتظار نه یمه

د پورتنی بیت دواړه مسرې د وزن په لحاظ هر یو ۱۵ – ۱۵ څپې لری او وزن یې مساوی دی. د پښتو په ولسی ادبیاتو کې ترټولو مشهور فورم چې ټول یې پېژنی هغه لنډۍ ده. لنډۍ هم ځانته ځانګړی وزن لری چې لومړۍ مسره یې لنډه نهه څپې او دویمه مسره یې اوږده دیارلس څپې لری . په پښتو کې یوازې لنډۍ دی چې د وزن د مساوی‌والی په لحاظ برابرې نه دی خو دا شکل ثابت دی چې د لنډۍ یوه مسره به لنډه او دویمه اوږده وی؛ لکه:

ځان یې زړو جامو کې جوړ کړ

لکه په وران کلی کې باغ د ګلو وینه

***

سپوږمیه سر وهه راخېژه

یار مې د ګلو لو کوی ګوتې رېبینه

نو پر دې اساس ویلی شو چې څپه یوازې د پښتو نظم د اندازه کولو واحد دی او په عروضی توکو پورې کومه اړه نه لری . په نثر کې ارزښت دومره دی چې یوازې د خج موقیعت پرې معلومولی شو چې خج په کومه څپه کې موقیعت لری.

د عروضی توکو ډولونه:

لومړی – خج یا فشار (stress):

پر ویونو، فونیمونو او یا هم څپو باندې د ځانګړی فشار راوړلو ته خج وایی. د پښتو ژبې په نثری او نظمی ژبه کې خج یو له هغو مهمو توکونو څخه دی که چېرې ونه اوسې ښایی جمله د معناییز پلوه جوړه نه شی.(۴۴:۴)

په عروضی توکو کې ترټولو مهم توک دی،خج کوم ځانګړی غږیز لوښی نه دی چې په خپل جسمی تغییر سره د کلیمې په معنا کې تغییر راولی بلکې خج یوه ځانګړی فونیم او څپې ته اړتیا لری ، چې د هغوی پر بنسټ خپل تاثیر روښانه کړی.(۴۵:۴) لکه:  ښکَاری او ښکارَی. که چېرې دغه دوه کلیمې سره پرتله کړو نو په شکلی لحاظ دواړه یو ډول دی ، چې له دوو څپو او پنځو فونیمونو نه جوړ شوی دی. خو که خج ته یې فکر وکړو نو په لومړۍ کلمه کې د لومړۍ څپې پر وروستی فونیم خج راغلی او په دویمه کې د دویمې څپې په لومړی فونیم خج راغلی دی ، چې مانیز تغیر پېښوی.

خج په ځینو پښتو کلمو کې معنوی بېلوالی راوستلای شی ،خج بې له فونمیونو اصلاً موجودیت نه لری په دې معنا چې خج پرته له فونیمه په جلا او مستقل ډول نه کوم اواز دی او نه هم تلفظ کېدای شی. خج له اهنګ سره نه شلېدونکې اړیکې لری او هغه عملیه ده چې د ویلو پر وخت د کلیمې یوه څپه نسبت نورو ته په ډېر شدت سره ادا شی.

موږ په پښتو ژبه کې د یوه فونیم خج لرونکی الوفون او بې خجه الوفون لرو، خج لرونکی سېلاب او بې خجه سېلاب لرو چې یو یې د بل په نسبت زیات او بل یې د بل په نسبت په لږ فشار سره ویل کیږی؛ مثلاُ: د (څاڅکی) په کلمه کې لومړی (څ) نه وروسته (â) باندې خج راغلی د (څ) فونیم هم ورسره دروند تلفظ کېږی او وروستنۍ (څ) بیا هغومره په زور او شدت سره نه تلفظ کېږی، همدارنګه د (کور او کورونه) په کلمو کې .

په پښتو ژبه کې هره کلمه(مورفیم) ځان ته ټاکلی خج لری خو دا هم باید زیاته کړو چې د ټولو کلمو د خج موقعیت یو ډول نه دی ، په ځینو کلمو کې پر لومړۍ څپه؛ لکه: (بَوره، نَنوتل) په ځینو کې پر منځنۍ څپه(لوړوَالی، پښتوَاله) او بیا د ځینو کلمو په وروستنۍ څپه ؛لکه: جوړهَ، ننوتَل) خج راځی، بیا ځینې کلمې هم شته چې په هغو کې خج تغییرنه کوی؛ لکه: خټګر، خټګره، پوهنتون،څوکۍ…

د یادونې وړ ده چې خج همیشه پر خپلواک غږ راځی نه پر بېواک او نه هم پر نیمواک.

د خج چاپېریالی ډولونه:

خجونه د ژبنۍ چاپېریال (جوړښتونو) له مخې څلور ډوله دی:

۱ – جمله یې (غونډله ییز) خج:

کله چې موږ یوه جمله په خوله راوړو نو د یوه خاص او ځانګړی موخې لپاره یې استعمالوو او په هغه جمله کې یوه داسې کلمه موجوده وی چې زموږ د موخې په روښانولو کې بارز رول لری او خج هم پر همغه کلمه باندې راځی او هغه کلمه نسبت نورو کلمو ته خجنه وی او په زیات فشار سره ویل کېږی.په پښتو جمله کې د همیشه لپاره د جملې خج پر هغه اساسی او مهمې کلمې باندې راځی د کومې لپاره چې ټوله جمله جوړه شوې ده. نو په لنډه توګه ویلی شوی چې د یوې جملې (غونډلې)دننه یو ویی(لغت) په زیات فشار وویل شی جمله یی خج یې بولې. دبېلګې په ډول: زه کتابتون ته ځم.

په پورته جمله کې زموږ موخه کتابتون ته تګ دی او که ټوله جمله په نظر کې ونیسو د جملې فشار هم د کتابتون پر کلمې راغلی دی.

۲ – عبارتی خج:

د پښتو ژبې په زیاترو ګرامرنو کې خجونه په درې برخو (جمله یی، لغوی او څپیز) وېشل شوی دی، خو پوهاند محمد اقا شېرزاد په خپل کتاب (پښتو نحوه) کې خجونه پر څلورو برخو (جمله یې، عبارتی، لغوی او څپیز) ویشلی دی. زما په اند د پوهاند محمد اقا شېرزاد وېشنه سمه برېښی.

عبارتی خج هغه خج ته ویل کېږی چې په یوه غونډ(عبارت) کې یو توک په زوره(فشار) سره وویل شی ؛ لکه:  په (سپین کالی) کې (سپین) یا په (د نجونو ښوونځی) کې د (نجونو) ویی خجن راځی او د (ویی خج )په تړاو یې بیا له دواړو څپو (نجو-نو)څخه لومړنۍ خجنه ده.(۸۰:۷)

۳- لغوی خج:

په پورته مبحث کې مو وویل چې په جمله کې همېشه د جملې پر اساسی کلمه فشار وی او په نورو کلمو کې هم په هره څپه یو ډول خاص فشار موجود وی ، په دې برخه کې موږ د کلمو پر فشار بحث کوو، که یو ځل بیا د (کتابتون) کلمه په نظر کې ونیسو ، دا کلمه له درې څپو څخه جوړه شوې ده او خج چې د (کتابتون) په کلمه کې پر درېیمې څپې راغلی ، دې خج ته لغوی خج وایی.

د خج په پېژندنه کې مو وویل چې په پښتو ژبه کې ډېرې داسې کلمې شته چې د خج په بدلون سره یې په معنا کې بدلون راځی . مطلب داچې په ټولو کلمو کې د خج په بدلون سره د کلمو معنا بدلون نه کوی بلکې ځینې داسې کلمې شته چې د خج په بدلون سره یې په معنا کې هم بدلون راځی؛ لکه:

۱ – «کوَټه» = (خج پر لومړۍ څپه)  ډېران

     «کوټهَ» = ( خج پر وروستۍ څپه)  اطاق، خونه

۲ – «غوَټه» = (خج پر لومړۍ څپه) گیره،توکمه

  «غوټهَ» = (خج پر وروستۍ څپه) د لامبو وهلو په وخت کې غوټه کېدل

۳ – «بوَره» = (خج پر لومړۍ څپه) زوی مړې

    «بورهَ» = (خج پر وروستۍ څپه) خوږه قند

۴ – «تېَره» = (خج پر لومړۍ څپه) ماضی،تېرزمان

     «تېرهَ» = (خج پر وروستۍ څپه) د پڅ ضد

د خج د موقیعت په بدلون سره د ځینو کلمو ګرامری معناوې هم تغییر کوی.

په مطلقو فعلونو کې د خج په بدلون سره زمانه استمراری یا جاری باندې اوړی او برعکس هم.(۱۰۲:۲)

لکه:

۱ – «زه څمَلاستم» = (خج پر لومړۍ څپه) مطلق

     «زه څملاستَم» = ( خج پر وروستۍ څپه) استمرار

۲ – «زه پرېَوتم» = (خج پر لومړۍ څپه) مطلق

     « زه پرېوتَم» = ( خج پر وروستۍ څپه) استمرار

۳ – «زه کښېَناستم» = (خج پر لومړۍ څپه) مطلق

     «زه کښېناستَم» = ( خج پر وروستۍ څپه) استمرار

په پورته بېلګو کې ګورو چې خج د فعل پر لومړۍ څپه باندې راغلی نو مطلقه ماضی ترې جوړه شوې خو که دغه خج د فعل په وروستۍ څپه واقع شی استمراری ماضی ترې جوړېږی.

۴ – څپیز خج:

خج همېشه پر خپلواک غږ(واول) باندې راځی او همېشه یوه کلمه له یوې یا څو څپو څخه جوړه شوې وی او په هره کلمه کې همېشه پریوه څپه باندې فشار راغلی وی ؛ مثلاً: د (روغتون) کلمه له دوو سېلابونو څخه جوړه شوې ده ، په دې کلمه کې تاسو وینئ چې خج یا فشار د (تون) پر سېلاب باندې راغلی دی نو دغه خج ته څپیز خج وایی.

پوهاند محمد اقا شېرزاد په خپل کتاب (پښتو نحوه) کې د خج بله ډلبندی هم وړاندې کوی او خج پر دوو برخو وېشی:

الف –  جوت(ثابت) خج:

دا هغه خج دی چې په ځینو ژبو کې ټاکلی ځای نه لری ، خپل درېځ نه بدلوی ؛ لکه: د فرانسوی، انګلیسی او المانی ژبو په کلمو کې تل په پیل کې راځی او د پولینډی ژبو په کلمو کې تل پر پایمخه څپه یا خپلواک اواز راځی.(۸۰:۷)

ب – خپلواک یا ازاد خج:

دا هغه خج دی چې د وینا په ترڅ کې د هرې کلمې پر هره څپه راتلای شی او ټاکلی ځای نه لری، د ځای په غوره کولو کې خپلواکی لری؛ لکه: په روسی او پښتو ژبه کې د بېلابېلو ژبنیو توکونو په بېلابېلو برخو کې راتلای شی.

د پایلې په توګه ویلی شو چې خج په پښتو کې معنوی او شعری دواړه ارزښتونه لری . معنوی دا چې په کلیمو کې یې د ځای بدلون د کلیمو ترمنځ منځپانګیز(معنوی) او ویناییز(تلفظی) بدلون پېښوی؛ لکه: د (غوټه) په کلمه کې که خج پر لومړۍ څپه (غو) راشی د (بخڅې) معنا ورکوی او که چېرته پر دویمه څپه (ټه) راشی په اوبو کې د ډوبېدو معنا څرګندوی.

همدارنګه د ګرامر له مخې ځینې فعلونه د خج په بدلولو ، نابشپړ(استمراری) څخه پر بشپړ (مطلق) بدلېږی؛ لکه: د (کښېنم) فعل که چېرته خج پر لومړۍ څپه (کښې) راشی (مطلق فعل) ځنې جوړېږی او که چېرته خج پر دویمه څپه (نم) راشی استمراری حال ځنې جوړېږی.

خج نظمی یا په بله وینا شعری ارزښت هم لری په دې معنا چې د یو بیت په مسره کې بېلابېل رکنونه د همدې خج پر بنسټ رامنځته کېږی . په پښتو نظمونو کې د هرې مسرې په څلور څنګ په څنګ څپو کې یوه یې خجنه وی چې د همدغه قانون له مخې د پښتو نظم هر رکن څلور څپو څخه رامنځته کېږی.

که چېرته د یو نظم د لومړۍ مسرې د لومړی رکن پر هره شمېره څپه خج راشی ،د ورپسې رکنونو په هماغې شمېر څپې د خج شتون اړین دی ، که چېرته ځای یې بدلون وموند د نظم اهنګ ټکنی کوی چې بیا د لوستونکو یا اورېدونکو په غوږو ښه نه لګی او خپله وزنی ښکلا له لاسه ورکوی.

دویم: اهنګ، تون او لحن

زموږ دزیاترو ژبپوهانو په اند اهنګ،تون او لحن یوه معنا لری. پوهاند زیار اهنګ داسې تعریفوی: اهنګ د زیر وبمی یو ډول دی، دا معنا کله چې د ګړهار په بهیر یا اوږدو کې د زیروبمی د پراختیا لمن د غونډلې(جملې) په کچه وی ، هغه ته زیر وبمی اهنګ وایی.(۳۱:۵)

همدا راز د تون او لحن په برخه کې هم ورته نظرونه موجود دی. مګر داسې نه ده.

کله چې موږ د نظم خبره کوو او وایو چې د نظم له اساسی توکونو څخه یو هم اهنګ دی نو تعریف یې داسې کوو: پر څپو د خجونو له منظم تکرار څخه اهنګ منځ ته راځی.(۴۶:۴) ددغه مثال نیولو لپاره موږ دغه لنډۍ ښه بېلګه وړاندې کولی شو:

پاس په کمره ولاړه ګله

نصیب دچا یې اوبه زه درخېژومه

که چېرته موږ پوره لنډۍ ته ځیر شو نو وبه ګورو چې په خج کې له منظم تکرار څخه اهنګ منځ ته راغلی او د هرې څلورمې څپې پر سر خج موجود دی.

اهنګ د شعر په موسقیت کې ډېر اهمیت لری. استاد ښکلی د شعر د موسقیت په اړه لیکی: د شعر موسقیت ډېر اهمیت لری ، پخوانو د متجانسو کلمو په تکرار کې دا خوند لېده ، خو اوس موږ وینو چې تر کلمو لا د موسیقۍ په پیدا کولو کې اوازونه دېر اهمیت لری. په شعر کې موسیقی عموماً څو ډوله ده ، یوه هغه موسیقی ده چې د متجانسو کلمو یا هم مخرجه یا ورته اوازونو له محسوس تکرار نه پیدا کېږی.(۱:۱)

زما په اند د استاد ښکلی به له اوازونو څخه مقصد خج وی ځکه چې خج په اوازونو باندې تحمیلېږی او د هغوی له منظم راتګ سره اهنګ منځ ته راځی.

خو توڼ او لحن بیا دا خصوصیات نه لری.

په ژبه کې تون د اواز له ټېټېدو او لوړېدو څخه عبارت دی . لکه څرنګه چې د پښتو جملې په جوړښت کې خج حتمی دی، تون هم یو له مهمو توکونو څخه دی چې د خپلې ځانګړې جامې له مخې د جملې په معنا کې تغیرات راوستلای شی . تون په پښتو کې پښوییز (ګرامری) ارزښت لری او د غونډلې(جملې) مانیز توپیر لامل کېږی. تون د افکارو، احساساتو او د اشخاصو د ارادې په څرګنولو کې فعاله ونډه لری . د وینا د اورېدو په وخت کې موږ یوازې د تون په مرسته پردې پوهېدای شو چې جمله پوښتنی(استفهامی)، امری، ندایی، هېښنی(تعجبی) او احساساتی مفهوم او معنا افاده کوی.

په پښتو ژبه کې تون د نورو عروضی توکو په شان کوم ځانګړی اواز او شکل نه لری، خو د غونډلې(جملې) پای په لیک نښو سره څرګندېدای شی.

تون په درېیو برخو ویشلی شو:

۱ – د خبری غوڼدلې تون: چې د یو څه په اړه خبر ورکوی. دا جمله هوار پیلېږی او بیا غورځېدلی پروت پای ته رسېږی او ددې جملې په پای کې د ټکی (.) لیک نښه راوړل کیږی؛ لکه: احمد راغی. زمری کتاب لولی.

۲ – سوالی(پوښتنی) تون: د پوښتنی غونډلې تون ټیټ پیلېږی او نېغ شوی پروت پای ته رسېږی، ددې غونډلې په پای کې د سوالیې لیک نښه(؟) راوړل کېږی؛ لکه: زمری راغی؟  احمد کتاب لولی؟

۳ – ګومانی یا تعجبی(هېښنی) تون: دا تون ټیټ پیلېږی ،پورته ځی خو بېرته غورځېدلی رېب(مایل) پای ته رسېږی . او ددې جملې په پای کې د ندایېې(!) لیک نښه راوړل کېږی؛لکه: زمری راغی!  احمد کامیاب شو!

بیلتو او پیوستون(وصل و فصل)

بیلتون او پیوستون دا معنا چې د ژبنیو توکونو د ګړهار په بهیر کې دوه غږه، دوې څپې، دوه ګړونه(مورفیمونه)، دوه وییونه(لغتونه) ، دوه غونډونه(فقرې) یا دوې غوڼدلې (جملې) سره پیوسته وویل شی دې ، دې ته پیوستون وایی او که چېرته پیوستې ونه ویل شی بیا هغې ته بیلتون وایی یا په بله وینا ددغو ژبنیو توکونو په لړ کې د دوو توکونو پای او پیل سره نښتې او بې ځنډه وویل شی ، یوه ټاکلې معنا ښندی او په ځنډ او لارغې(مکث) سره یو بله جلا او بې ځنده وویل شی ، یوه بله معنا منځته راوړی؛ لکه: پاڅه،مه کېنه  او پاڅه مه، کېنه.

که چېرې لومړی جملې ته وګورو هلته د کښېناستو د منع خبره شوې او دویمه کې د پاڅېدو منع خبره شوې ، چې دا تغیرات بیلتون او پیوستون رامنځته کړی. یا : باری ،چټک راغی.

او باری چټک،راغی.

په لومړۍ جمله کې (چټک) قید او په دویمه کې (چټک) د نوم تخلص دی، چې دا تغیرات هم بیلتون او پیوستون راوستی دی.

بیلتون او پیوستون دوه دندې لری:

۱ – پښوییزه(ګرامری) : پښوییزه یا ګرامری دنده یې داده چې په یو ځای کې د نوم دنده سرته رسوی او په بل ځای کې د قید(کړول)

۲ – وییزه (لغوی): وییزه دنده یې دا ده چې معنا ته یې تغیر ورکړی.

ماخذونه

۱ – ښکلی،اجمل. د شعرموسقیت ، ادبی مقاله ، تاند ویبپانه.

۲ – زیښتین زېور، زرغونه. پښتو نحوه. د ساپی د پښتو څېړنو او پراختیا مرکز. پېښور-پښتونخوا. ۲۰۰۳ز کال.

۳ – وحدت، عبدالسمېع. تشریحی ژبپوهنه ، تدریسی چپتر ، ۱۳۹۶ل کال.

۴ – محبوب،محبوب شاه. پښتو ژبښود ، ناچاپ اثر.

۵ – زیار،مجاور احمد. پښتو پښویه ، درېیم چاپ ، دانش خپرندویه ټولنه ، ۲۰۰۵ز کال.

۶ – حقپال، محمد اجان. لرغونې متون، درسی چپتر، ۱۳۸۸ل کال.

۷ – شېرزاد، محمد اقا. پښتو نحوه، میهن خپرندویه اداره ، جلال اباد- افغانستان، ۱۳۹۵ل کال.

۸ – خویشکی،محمد صابر. پښتو معاصر ګرامر، لومړی چاپ، جهان دانش خپرندویه ټولنه، ۱۳۹۵ل کال.

۹ – مرهون، محمود. د ژبپوهنې بنسټونه، لومړی چاپ، خپرندوی: کاینات څېړنیز او د ژباړې مرکز، ۱۳۹۴ل کال.

اړوند مطالب


مصدر (کړنوم)  لیکوال: اربازخان ساپی


پښتو فعل / لیکوال: اربازخان ساپی


آوازونه او غږونه/ اربازخان ساپی


نه ته وې نه لیکلې وې سندرې په دیوال/ لیکوال: شرر ساپی

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=33552

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *