عربستان کې د ابها پر هوایی ډګر د یمن بې پیلوټه الوتکې پنځم برید

  • خپرول: ۲۸ جوزا ۱۳۹۸
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 121631

د یمن وسله والو ځواکونو ویاند د یوې اونۍ په ترڅ کې د ابها نړیوال هوایی ډګر پر وړاندې د بې پیلوټه الوتکې له پراخو عملیاتو خبر ورکړ.
د المنار د خبری سرچینې د راپور له مخې، د یمن وسله والو ځواکونو ویاند اعلان کړی چې د یمن بې پیلوټه الوتکې د دوشنبه ورځ مازدیګر د ابها نړیوال هوایی ډګر پر وړاندې پراخ عملیات ترسره کړی چې ټاکل شوې موخې تر هدف لاندې نیول شوی او په دې هوایی ډګر کې الوتنې لغوه شوی دی.
یحیی سریع تردې وړاندې ویلی و: نن اعلانوو چې د عربستان د ابها، جیزان او نجران هوایی ډګرونه اوس مهال ناامن دی او دوی د بریدونو د دوام او د یمنی خلکو پر وړاندې د کلابندی له امله به د دایمی بریدونو موخه وګرځول شی. موږ یوځل بیا له شرکتونو او ملکی وګړو غوښتنه لرو چې له دې دریو هوایی ډګرونو واټن واخلی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=121631

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *