عربستان د حوثی یاغیانو توغندی په هوا کې له مینځه وړی دی

  • خپرول: ۲۴ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: رادیو آزادی
  • د خبر شميره: 83518

سعودی عربستان پرون وویل د یمن د حوثی یاغیانو لخوا ویشتل شوی بالستیک توغندی یې چې د سعودی د تیلو تاسیسات یې هدف و،په هوا کې له مینځه وړی دی.

د سعودی دولتی تلویزون ددې هیواد په مشرۍ د نړیوال اېتلاف په حواله ویلی دی چې دا توغندی د جیزان سیمې د پاسه مخکې تر دې چې په یوې ګڼ میشته سیمه ولګیږی ،له مینځه یوړ.

د یمن حوثی شیعه ډله چې ویل کیږی ایران یې ملاتړ کوی وایی چې پر سعودی عربستان ددوی راکټی بریدونه د ریاض او د هغې د نړیوالو متحدانو د هوایی بریدونو په عکس العمل کې کیږی.

د سعودی عربستان په مشرۍ نړیوال ائتلاف په ۲۰۱۵ کال کې د یمن په جګړه کې داخل شو چې هدف د ریاض له ملاتړه برخمن د ولسمشر عبد الربه منصور هادی د واک بیا برحاله کول دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=83518

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *