عربستانی مېرمنو د لومړی ځل لپاره د فوټبال لوبغالې ته ولاړل

  • خپرول: ۲۳ جدی ۱۳۹۶
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 41084

په سعودی عربستان کې مېرمنو د لومړی ځل لپاره په رسمی توګه اجازه ترلاسه کړه چې د نارینه وو د فوټبال سیالۍ له نېږدې ووینی.
د فوټبال دوو لوبډلو په جده ښار کې د ملک عبدالله په لوبغالی کې سره سیالۍ وکړې او مېرمنې هم وتوانېدې چې له خپلو کورنیو سره د دغو سالیو لیدلو ته ولاړې شی.
تردې وړاندې د عربستان د سپورټ عمومی ادارې اعلان کړی وه چې د ۲۰۱۸ زیږدیز کال په پیل سره مېرمنې کولی شی چې په درېیو ښارونو جده، دمام او ریاض کې لوبغالو ته ولاړې شی.
د یادولو ده چې په سعودی عربستان کې به تر راتلونکو څو میاشتو پورې مېرمنې په رسمی توګه د موټر چلولو اجازه هم ترلاسه کړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=41084

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *