عراق کې د یوې بېړۍ د ډوبېدو له امله ۹۴ تنه ووژل شول

  • خپرول: ۲ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 109589

عراق موصل ښار ته څېرمه په دجله سیند کې د یوې کښتۍ ډوبېدو له کبله ۹۴ کسان وژل شوی دی. د کورنیو چارو وزارت وایی، کښتۍ کې نژدې دوه سوه کسان وو، چې د اکثر ډوب شویو لامبو زده نه وه.
دوی دا هم وایی چې قربانیانو کې ۶۱ ښځې او ۱۹ ماشومان دی.
رپوټونو کې ویل شوی، کښتۍ کې ناستو کسانو د نوی کال مراسمو کې د ګډون لپاره سفر کاوه.
لومړی وزیر عادل عبدالمهدی د پېښې په تړاو خواشینی څرګنده کړې او د تحقیقاتو امر یې کړی دی.
د عراق لپاره د ملګرو ملتونو عمومی منشی ځانګړی استازې جینن هینیز پلاسشایرت دا پېښه یوه ‘بوږنونکې تراژیدی ‘ بللې.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=109589

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *