عراقی چارواکی: ابوبکر بغدادی سخت ټپی شوی

  • خپرول: ۲۳ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 44690

د عراق د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، د هغو معلوماتو له مخې چې د ابوبکرالبغدادی په اړه لرو، دی سخت ټپی دی او دده د مړ کېدو شونتیا ډېره ده.
د عراق کورنیو چارو وزارت د ترهګری سره د مبارزې او معلوماتو برخې مدېر ابوعلی البصری اعلان وکړ چې دداعش ډلې مشر ابوبکر البغدادی سخت ټپی شوی او دده حالت کړکېچن بلل شوی دی.
د عراق دغه جګپوړی امنیتی مسول په وینا، البغدادی په دې وروستیو کې د خپل جسمی حالت خرابوالی له امله د سوریې الجزیرې په سیمه کې د داعشیانو روغتون ته لېږدول شوی دی.
دده په وینا، دداعش ډلې مشر حالت خراب ښودل شوی او دی د سخت ټپی له امله چې لرل، روغتون ته لېږدول شوی او د تلو وړتیا نه لری.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=44690

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *