عثمانی امپراتوری| خان محمد ستانکزی

  • خپرول: ۲۳ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 104496


Fb-Button

عثمانی امپراتوری چې د ترکی امپراتورۍی او عثمانیه علیه دولت په نومونو هم یادیږی د یوې واکمنۍ نوم وو چې د ۱۴مې او د ۲۰مې پېړۍ د لومړیو کالونو تر منځ موده کې یې د جنوب ختیځې اروپا ډېره برخه، لوېدیځه اسیا او شمالی افریقا تر کنټرول لاندې وه.

عثمانی دولت د ۱۳مې پېړۍ په پای (۱۲۹۹) کې په شمال لوېدیځه اناتولیا کې په سوګوت (Sogut) ښار کې د اوغوز ترکی قومی مشر عثمان ۱ یا لومړی عثمان له خوا تاسیس شو.

له ۱۳۵۴ میلادی کال څخه وروسته عثمانیان اروپا ته پورې وتل،‌ او د بالکانونو په نیولو سره عثمانیه دولت د براعظمونو په سطحه امپراتورۍ باندې واوښت. په ۱۴۵۳ میلادی کال کې د محمد الفاتح له خوا د قسطنطینې (استانبول) په نیولو سره عثمانیانو د بیزانتین امپراتوری پای ته ورسوله.

د ۱۶مې او ۱۷مې پېړیو په ترڅ کې، د واکمنۍ د زور پر وخت چې واک د سلطان سلیمان په لاس کې وو، عثمانی امپراتوری یوه ګڼ ملتیزه، ګڼ ژبیره امپراتوری وه چې د جنوب ختیځې اروپا ډېره برخه، د منځنۍ اروپا څه برخې، لوېدیځه اسیا، د ختیځې اروپا څه برخې او قفقاز، شمالی افریقا او د افریقا ښکر (سیمه) یې تر کنټرول لاندې وه.

د ۱۷مې پېړۍ په پیل کې، عثمانی امپراتورۍ ۳۲ ولایتونه او ګڼ شمېر متعهد دولتونه لرل. د وروسته پېړیو په ترڅ کې د هغوی له ډلې څخه ځینې په عثمانی امپراتورۍ کې جذب شول او ځینې نورو ته یې بېلابېل ډول خپلواکۍ ورکول شوې.

عثمانی امپراتوری چې استانبول یې پلازمېنه وه، شپږ پېړۍ د ختیځې او لوېدېځې نړۍ تر منځ‌ د مواصلاتو مرکز وه، خو اکاډمیک تاریخپوهان په دې نظر دی چې د سلیمان له مړینې څخه وروسته چې امپراتوری مخ په ځوړ روانه شوه ورو ورو یې دا اعتبار له لاسه ورکړ، البته اقتصاد، ټولنه او پوځ په ټوله ۱۷مه پېړۍ او ان د ۱۸مې پېړۍ تر ډېر وخت پورې غښتلی وو.

د عثمانی امپراتورۍ پوځی سیستم د سولې په اوږده دوره (۱۷۴۰ – ۱۷۶۸) کې د خپلو اروپایی سیالانو په وړاندې کمزوری شو او د ۱۸مې پېړۍ په وروستیو او د ۱۹مې پېړۍ په لومړیو کې یې سختې ماتې وخوړې، خو بیا یې د تنظیمات په نامه په پراخو ریفورمونو او عصری کولو لاس پورې کړ چې د ۱۹مې پېړۍ په ترڅ کې که څه هم چې ډېرې ځمکې په ځانګړې توګه بالکانونه یې له لاسه ورکړل، خوعثمانی دولت ډېر قوی او منظم شو. اخوا په بالکانونو کې نوی دولتونه راوټوکېدل.

امپراتورۍ د ۲۰مې پېړۍ په لومړیو کې په دې هیله له جرمنی سره لاس یو کړ چې که له سیاسی انزوا څخه، چې په نتیجه کې یې په وروستیو کې یو شمېر قلمروونه له لاسه ورکړی ول، ځان را وباسی. په دې توګه عثمانی امپراتوری په لومړۍ نړۍ واله جګړه کې د مرکزی ځواکونو (د لومړۍ نړۍ والې جګړې یو لوری) په څنګ کې ودرېدله.

په دې وخت کې عثمانی امپراتورۍ ته د هغو عربی هېوادونو له خوا چې تر کنټرول لاندې یې وو هم سرخوږی ورځ تر بلې په ډېرېدلو وو چې په لړ کې یې عربی انقلاب هم رامنځته شو. دا هغه وخت وو چې عثمانی حکومت د ارمینیایانو،‌ اسیریایانو او پونتیک یونیانو پر ضد وحشتونه ترسره کړل.

د عثمانی امپراتورۍ واکمنو د ۱۹۱۵ د اپریل له ۱۴مې پیل د ارمینیایانو عام قتل پیل کړ او د ښځو، ماشومانو، پوهانو او روشنفکرانو په شمول خپل تر یو نیم میلیون پورې اتباع یې ووژل. همدارنګه د لومړۍ نړۍ والې جګړې په ترڅ کې او ترې وروسته عثمانی ترکانو له یو نیم لک څخه تر درې لکو پورې اشوریایان یا اسیریایان (افریقایی قبایل) ووژل، او هم یې د ۱۹۱۳- ۱۹۲۲ کالونو په ترڅ کې له ۴ نیمو لکو څخه تر ۷ نیم لکو پورې یونانیان ووژل.

د لومړۍ نړۍ والې جګړې په پای کې چې متحدینو د عثمانی امپراتورۍ یوه برخه ونیوله د امپراتورۍ تجزیه پیل شوه او د منځنی ختیځ ځمکې یې له لاسه ووتلې چې د برتانیا او فرانسې تر منځ ووېشل شوې.

په لنډه، عثمانی دولت په ۱۲۹۹میلادی کال کې رامنځته شو، پورته شو، پراخ شو، امپراتوری شوه، وغزېده، راټوله شوه، منظمه شوه، عصری شوه، وشړېده او بالاخره د ۱۹۰۸ – ۱۹۲۲ کالونو په ترڅ کې منحل شوه او د متحدو ځواکونو پر ضد د ترکانو د خپلواکۍ د جګړې د بریالیتوب په نتیجه کې یې اوسنی د ترکیې جمهوریت وزېږاوه.

عکسونه/پورټرېټونه:

– عثمان ۱ (لومړی عثمان) د ترکیې د عثمانی دولت مؤسس/ توره په لاس
– محمد الفاتح د عثمانی دولت مشهور قوماندان/سور کمیس او سره خولۍ لرونکی
– په ۱۶۸۳میلادی کال د عثمانی امپراتورۍ د مستقیمو او غیرمستقیمو قلمروونو نقشه
– په ۱۸۴۴کال کې د عثمانی امپراتورۍ د بیرغ طرحه
– د ۱۹۱۵ په اپریل کې د ترکی/عثمانی عسکرو له خوا په میزیری کې یوه محبس ته د ارمینیایی ملکیانو بوول
– عکس: سلطان عبدالحمید ii د عثمانی امپراتورۍ پاچا چې د واکمنۍ په وخت کې یې اشوریایان یا اسیریایانو ووژل شول
– د مړو او ولاړو کسانو عکس کې یونانیان په ۱۹۲۲ کې د خپلو وژل شویو عزیزانو ویر کوی
– غټ سپین پګ لرونکی پورټرېټ چې له ډېرو تکمو لرونکی کمیس سره یې نری تور واسکټ په تن دی سلطان سلیمان دی.


بېلابېلې انترنیټی ویبپاڼې