عبدالله: په هیڅ ډول نباید د ټاکنو بهیر خنډ وګرځو

  • خپرول: ۲۷ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 84465

د ملی یووالی حکومت اجراییه مشر عبدالله عبدالله د افغانستان لوی ملی ایتلاف غوښتنې په غبرګون وایی چې په هیڅ وجه نباید د ټاکنو بهیر خنډ وګرځو، خو د رای ورکوونکو بایومتریک کېدل پرځای غوښتنه ده چې کمیسیون باید ورته پام وکړی.
د ملی یووالی حکومت اجراییه مشر عبدالله عبدالله نن سه شنبه د برهان الدین ربانی آثارو د ښودلو په مراسمو کې وویل چې سیاسی ګوندونه نباید د ټاکنو بهیر خنډ وشی.
اجراییه مشر د هېواد په ځینو ولایتونو کې د ټاکنو کمیسیون دروازو تړلو ته په اشارې سره وویل: ټاکنې د خلکو برخلیک د ټاکلو په موخه یوازینۍ غوره لاره ده. په هیڅ وجه نباید د ټاکنو بهیر خنډ وشو او په دې برخه کې ستونزې رامنځته کړو.
عبدالله وویل چې د رای ورکوونکو بایومتریک کېدل پرځای غوښتنه ده چې کمیسیون باید ورته پام وکړی.
د افغانستان لوی ملی ایتلاف چې له څو سیاسی ګوندونو څخه جوړ شوی، د ټاکنیز نظام بدلون، د رای ورکوونکو بایومتریک کېدو او سیاسی ګوندونو ته د څارنې اجازې د ورکولو غوښتونکی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=84465

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *