عبدالله: په هیڅ مورد کې له طالبانو سره وروستۍ هوکړه نده شوې/ټاکنې باید په ټاکلی وخت ترسره شی

  • خپرول: ۳۱ سرطان ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 128834

د هېواد اجرایی مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ټینګار کړی چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې هیڅ ډول وروستۍ هوکړه نده شوې.
عبدالله، له ترکی رسنۍ سره په مرکه کې ددې مطلب په څرګندولو سره ویلی چې تردې دمه له طالبانو سره د سولې په خبرو کې پر هیڅ مورد هوکړه نده شوې او که داډول شی، باید د افغانانو له خوا پرېکړه وشی.
ده زیاته کړه، که افغانان په خپل منځ کې هوکړه وکړی، دا یوه جلا خبره ده، خو اوس مهال دا هوکړه به په نېږدې راتلونکې کې ترسره نشی.
اجرایی مشر ټینګار وکړ، په اوسنیو حالاتو کې د موقت حکومت په اړه خبرې چې هېواد له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، کومې ستونزې به حل نه کړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=128834

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *