عبدالله: په جوزجان ولایت کې له تسلیم شویو داعشیانو سره به د جګړه ایزو اسیرانو په څېرچلند وشی

  • خپرول: ۱۵ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 75011

اجراییه مشر عبدالله عبدالله له هغو داعشیانو سره چې وړاندې په جوزجان ولایت کې امنیتی ځواکونو ته تسلیم شوی ول، د امنیتی ځواکونو له چلند څخه نیوکه وکړه.
دده په وینا، له رسنیو سره د داعشیانو مرکه سمه نه وه او د همهغه لومړیو څخه باید له دوی سره د هغو ترهګرو په څېر چې د مجبوری له امله امنیتی ځواکونو ته یې مخه کړې، چلند وشی.
ښاغلی عبدالله چې نن دوشنبه د وزیرانو شورا په ناسته کې خبرې کولې، وویل: « تسلیم کېدل په دې معنا نه دی چې دوی جنایت وکړی، وروسته کله چې اړشول دولت خواته مخه کړی او دوی ته پناه ورکړل شی او ددوی جنایات له پامه وغورځول شی». اجراییه مشر ډاډ ورکړ چې له دغو داعشیانو سره د جګړه ایزو اسیرانو په توګه چلند کېږی او ددوی جنایات به له پامه ونه غورځول شی.
له بل لورې اجراییه مشر طالب ډلې ته د ځینو سیمو د سپارلو په اړه خبرې رد کړ او ټینګار یې وکړ، ترهغه چې ډلې له امنیتی ځواکونو سره په نښته ښکېل وی، ترهګر دی او له یوبل سره توپیر نه لری.
ښاغلی عبدالله زیاته کړه چې حکومت له طالب ډلې سره د ځینو بهرنیو هېوادونو د اړیکو په اړه معلومات لری او دا هڅې یوازې له طالب ډلې سره د کابل د مستقمیو خبرو اترو د زمینه جوړونې په موخه ترسره شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=75011

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *