عبدالله: له ملی ورځو هرډول ټاکنیزې ګټې اخیستنې د نه منلو وړ دی

  • خپرول: ۲۸ اسد ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 131292

د حکومت اجرایی مشر ډاکټر عبدالله د افغانستان خپلواکی د سلمې کلیزې په مناسبت په یو پیغام کې ټینګار کړی چې ولسمشریز نوماندان باید له ملی ورځو په ځانګړی ډول د هېواد خپلواکی له کلیزې ټاکنیزې ګټې وانخلی.
د دولت اجرایی مشر په خپل پیغام کې وویل، د امان الله خان په مشرۍ د افغانستان آزادی غوښتونکو او مبارزو خلکو یوه پېړۍ وړاندې د بریټانیا تېرۍ او لاسوهنې پر وړاندې مبارزه وکړه ترڅو د هېواد خپلواکۍ ترلاسه کړی. ددې خاورې زامن نن هم د جګړې په سنګرونو کې د ملی ګټو د خوندی ساتلو په موخه قربانی ورکوی.
د افغانستان ټولو خلکو ثابت کړی چې له خپل ځان او مال څخه تېرېږی، خو ظلم او تیارو ته نه تسلمېږی او اجازه نه ورکوی پردی کسان ددوی برخلیک وټاکی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=131292

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *