عبدالله عبدالله د یو رسمی سفر په ترڅ کې جاکارتا ته ولاړ

  • خپرول: ۱۱ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 87607

اجراییه مشر عبدالله عبدالله د اندونیزیا ولسمشر مرستیال د رسمی بلنې پربنسټ د دوه ورځنی سفر په موخه د یوه جګپوړی دولتی پلاوی په مشری یاد هېواد ته ولاړ.
د اجراییه ریاست مطبوعاتی دفتر نن چهارشنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې د هېواد اجراییه مشر په دې سفر کې د اندونیزیا له ولسمشر جوکو ویدودو او د ولسمشر له مرستیال یوسف کالا سره لیدنه کوی.
ددې خبرپاڼې له مخې، ښاغلی عبدالله اندونیزیا ته د خپل دغه سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د عالمانو شورا، د سوداګرۍ او صنایعو خونې له مسولینو او د ټاکنو کمیسیون له غړو سره لیدنه کوی.
په دې سفر کې د اندونیزیا او افغانستان ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته هوکړه لیکونو پلی کول، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې پراختیا، په افغانستان کې سولې او روغې جوړې ته د لاسرسی په برخه کې د اندونیزیا رول او په دې برخه کې د یاد هېواد له تجربو څخه د ګټې اخیستنې موضوګانې تربحث لاندې نیول کېږی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87607

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *