عبدالله عبدالله: د تدارکاتو په برخه کې اصلاحاتو د کاری بهیر ښه والی لامل شوی

  • خپرول: ۱۸ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: سیاست
  • د خبر شميره: 75856

اجراییه مشر عبدالله عبدالله وایی، د لسګونه پراختیایی پروژو کاری بهیر چې دوی ته مالی سرچینې شتون لرلې، خو د تدارکاتو په بهیر کې د نه رڼوالی له امله درول شوی وو، له سره نیول شوی دی.
اجراییه مشر چې د اصلاحاتو په اړه د عامه تدارکاتو په ناسته کې خبرې کولې وویل چې د تدارکاتو بهیر د تېرو څلورو کالو په پرتله بدلون کړی او ښه والی موندلی دی.
ښاغلی عبدالله زیاته کړه چې د ملی تدارکاتو عالی کمیسیون په رامنځته کېدو سره، په دې برخه کې اساسی اصلاحات رامنځته شوی دی. دده په وینا، ددغو اصلاحاتو په پایله کې ۵۰ میلیارډ افغانی سپما شوی، کورنی تولیدات زیاتوالی موندلی او د پانګونې د جذب لپاره زمینه برابره شوې ده.
اجراییه مشر زیاته کړه چې د ملی تدارکاتو ادارې د فعالیت له پیل راهیسې د ۵۰۰ میلیارډ افغانیو په ارزښت ۳ زره، ۳ سوه او ۳۰ قرار دادونه منظور شوی دی.
له بل لورې، د مالیې وزارت سرپرست همایون قیومی ویلی چې د رامنځته شویو اصلاحاتو په پایله کې، ۲۰ ماډل توکې چې په تېرو وختونو کې واردل کېدل، اوس مهال په کور دننه چمتو کېږی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=75856

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *