عبدالله عبدالله د تاجیکستان له ولسمشر سره لیدنه وکړه

  • خپرول: ۱۹ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 87826

د هېواد اجراییه مشر عبدالله عبدالله نن پنجشنبه د شانهګای همکاریو سازمان د مشرانو په غونډه کې د تاجیکستان له ولسمشر امام علی رحمان سره لیدنه وکړه.
د تاجیکستان ولسمشر په دې لیدنه کې وویل چې هېواد یې د ملګری په توګه له افغانستان سره دخپل هېواد اړیکو ته ارزښت ورکوی. ښاغلی امام علی رحمان زیاته کړه چې هېواد یې په افغانستان کې حالت څاری او د تاجیکستان او سیمې امنیت د افغانستان په امنیت پورې اړوند بولی.
په دې ناسته کې دواړو خواو د امنیت، له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې، د نشه یی توکو قاچاق، مرستې، د افغانستان سیمه ییزو اړیکو، د سو داګریزې راکړې ورکړې زیاتوالی او د سولې د ټینګښت په موخه د سیمې هېوادونو د مرستو د جلب پرسر بحث او خبرې کړی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87826

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *