عبدالله: طالبان د سولې خبرو لپاره هیڅ اراده نه لری

  • خپرول: ۲۳ جوزا ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 120526

د ملی یووالی حکومت اجرایی مشر ډاکټر عبدالله د یولړ خبرو پرمهال ویلی چې طالبان د سولې خبرو لپاره هیڅ اراده نه لری.
عبدالله په کابل کې د مور له ورځې په نمانځ غونډه کې ددې مطلب په څرګندولو سره چې په هېواد کې د تاوتریخوالی د دوام اصلی لامل د جګړې دوام پرسر د طالبانو فشار دی ټینګار یې وکړ چې دا ډله د سولې خبرو اصلی خنډ دی.
اجرایی مشر عبدالله عبدالله وویل: د خبرو لپاره فرصت برابر شوی، خو دوی هم د ځینو پلمو په راوړلو، پر ناسمو دریځونو د فشار په ترسره کولو سره کله چې یو نوملړ جوړېږی وروسته دوی دا خپل حق ګڼی چې له چا سره خبرې وکړو، له چا سره خبرې ونه کړو، څوک په لیست کې شامل وی، مېرمنې وی او کنه، دا ددې ښکارندویې کوی چې دوی په هېواد کې د سولې ټینګښت لپاره اراده نه لری.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=120526

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *