عبدالله: د پارلمانی او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ترسره کېدل د حکومت له ژمنو څخه دی

  • خپرول: ۲۸ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 78082

د ملی یووالی حکومت اجراییه مشر عبدالله عبدالله دا فغانستان د خپلواکۍ د ۹۹ کلیزې په مناسبت په یو پیغام کې ویلی چې د ملی یوالی حکومت ژمن دی ترڅو پارلمانی او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د مهال وېش له مخې ترسره کړی.
د ملی یووالی حکومت اجراییه مشر عبدالله عبدالله د افغانستان دخپلواکۍ د ۹۹ کلیزې په مناسبت په یو پیغام کې ویلی چې د افغانستان خلک د تاریخ په اوږدو کې سختې ورځې تېرې کړی، خو هیڅکله ظلم او بې عدالتی نه دی منلی او د یرغلګرو او پردیو په وړاندې درېدلی او اوس هم درېږی.
دی څرګند کړ، له هغه وروسته ترهګرو او ددوی ملاتړ کوونکو د انسانی او اسلامی ضد موخو ته د رسېدو په موخه پر دغه خاوره پام را اړولی او هره ورځ زموږ له خلکو قربانی اخلی، خو بیا هم د افغانستان اوسېدونکی د جګړې په لومړۍ کرښه کې له ترهګرو سره جنګېږی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=78082

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *