عبدالله: د صادراتو کچې زیاتوالی په موخه د نړیوالو بازارونو موندل د حکومت د لومړیتونو څخه دی

  • خپرول: ۵ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: اقتصاد
  • د خبر شميره: 41532

اجرایی مشر عبدالله عبدالله د ګمرکی چارو د آسانتیا لومړنی مرکز د پرانستلو په مراسمو کې وویل چې د افغانستان صادراتو کچې زیاتوالی او د هېواد صادراتی مالونو لپاره د نړیوالو بازارونو موندل د حکومت د لومړیتوبونو څخه دی.
د ګمرکی چارو چارو د آسانتیا لومړنی مرکز د افغانستان صادراتو د ګمرکی چارو چټکتیا په موخه د امریکا پراختیایی ادارې په مرسته د کابل په هوایی ډګر کې پرانستل شو.
اجرایی مشر عبدالله عبدالله، په کابل کې د امریکا سفیر جان بس او یوشمېر نورو حکومتی چارواکو او د افغانستان خصوصی سکټور ددغه مرکز پرانستل د صادراتو په برخه کې مهم ګام وبلل.
اجرایی مشر وویل: افغانستان د پرمختګ او ګڼ شمېر ستونزو شاهد دی، ځکه له یوې خوا په بېلابېلو برخو لکه بیارغاونې، سوداګرۍ، اقتصاد، روغتیا او پوهنې په برخه کې پروژې پیل کېژی، له بل لورې اوس هم امنیتی ستونزې او د ترهګرۍ ګواښونه شتون لری.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=41532

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *