عبدالله: د امنیتی تړون تر پوښتنې لاندې راوستل د افغانستان پر امنیت باندې هیڅ اغېز نه لری

  • خپرول: ۲۶ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 84227

د ملی یووالی حکومت اجراییه مشر عبدالله عبدالله له امریکا سره د امنیتی تړون د بیاکتنې په اړه د ولسی جرګې استازو غوښتنې په غبرګون ویلی چې ددغه تړون تر پوښتنې لاندې راوړل د افغانستان پر امنیت باندې هیڅ اغېز نه لری.
د حکومت اجراییه مشر عبدالله عبدالله نن دوشنبه د وزیرانو په شورا کې د کابل – واشنګټن امنیتی تړون د بیاکتنې په اړه د ولسی جرګې استازو غوښتنې ته په اشارې سره وویل چې ددې هوکړې تر پوښتنې لاندې راوړل او د هغه د بیاکتنې موضوع مطرح کول شخصی لاملونه لری او په افغانستان کې د امنیت ټینګښت په برخه کې مرسته نه کوی.
دی وویل چې خلکو وړاندې له امریکا سره د افغانستان امنیتی تړون په اړه پرېکړه نیولې وه او اوس مهال هیڅ څوک نشی کولای دخپلو شخصی ګټو په خاطر دا تړون تر پوښتنې لاندې راولی.
اجراییه مشر دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کړی چې د جرګې استازو د چهارشنبه ورځې په عمومی غونډه کې په ډېریو رایو سره تایید کړل چې له امریکا سره د افغانستان امنیتی تړون باید بیاکتنه وشی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=84227

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *